ترينکوټ- اسعد اباد ، خوست (پژواک ٧ وږى ٩٢): د اروزګان د مرکز ترينکوټ او دهراوود ولسوالۍ تر منځ د ٢٠ کيلومتره سړک د پخېدو کار پيل شو او په خوست کې د معتادينو د روغتون ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د اروزګان ولايت د رسنيو له دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د والي اميرمحمد اخندزاده له خولې راغلي، چې دغه سړک د فوايد عامې وزارت له خوا د ٤١٤ ميليونه افغانيو په لګښت جوړيږي.
خبر پاڼه زياتوي، چې د دغه د سړک د پخېدو چارې به په اتو کاري مياشتو کې بشپړې شي.
سرچينه ليکي، د اروزګان والي له خلکو سره ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به دې ته ورته نورې پروژې هم پيل کړي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د دغه سړک په پخېدو سره به نه يواځې د دهراوود، بلکې د شهيد اساس او چارچينو ولسواليو خلکو ته هم اسانتياوې رامنځته شي او وايي چې دا ډول بنسټيزې پروژې د خلکو د اقتصاد په پياوړتيا او سيمه ييز امنيت کې مهم رول لري.
د يو بل خبر له مخې، نن (د وږي ٧مه) په خوست ښار کې د معتادينو د درمنلې لپاره د ٢٠ بستريز روغتون نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د خوست ولايت د رسنيو له دفتره پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه روغتون له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له بوديجې په ځانګړې شوو پيسو جوړ شو.
خبرپاڼه زياتوي، دغه ودانۍ پر شپږ جريبه ځمکه جوړه شوې، د بستر د خونو تر څنګ ځانګړي واټونه او مجهز لابراتوارونه هم لري.
خبرپاڼه د خوست د والي عبدالجبار نعيمي له قوله کاږي، چې د معتادينو د درمنلې روغتون د خوست د خلکو اړتيا وه.
نعيمي زياتوي، چې د روغتون پر ودانۍ تر دوولس ميليونه افغانيو زيات لګښت راغلى دى.
دغه راز نن دکونړ په نرنګ او نورګل ولسواليو کې د ١٦٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو لګولو لپاره جوړې شوې نوې ويالې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
دکونړ والي شجاع الملک جلاله چې ددې پروژو پرانستې پخپله ورغلى و، پژواک ته وويل چې ددې ترڅنګ دوى هڅه کوي په دې ولايت کې د بيارغونې زيات کارونه ترسره کړي.
هغه زياته کړې چې دې ويالو جوړېدو سره به په دې ولسواليو کې کرنيزو ځمکو ته زياتې اوبه ورسيږي.
د والي پر وينا، له دې ويالو څخه به ١١ سوه جريبه ځمکه خړوبه شي او يادې پيسې د نړيوال بانک لخوا ورکړل شوي دي.