Language

لسګونه وسله والو ته د مرګ ژوبلې ادعا وشوه

کابل-لښکرګاه (پژواک ٩ وږى ٩٢): امنيتي ځواکونه وايي، چې په بېلابېلو عملياتو کې ٣١ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ١٦ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او لس نور نيول شوي دي.

د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ٤٨ ساعتونو کې په چک، سيد اباد، نرخ او جغتو ولسواليو کې اوښتې ده.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې ١٢ وسله وال ژل شوي، څلور نور ټپيان او ګڼې وسلې او مهمات ترې ترلاسه شوي دي.

خوګياڼي وويل، چې په يادو عملياتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې په سنګين ولسوالۍ کې د روانو عملياتو پر مهال ١٥ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل، چې د سنګين ولسوالۍ په ځينو سيمو کې چاڼيز عمليات روان دي چې له تېرې ورځې راهيسې په کې ١٥ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دى وايي، چې په عملياتو کې دوه سيمه ييز پوليس هم وژل شوي او د دوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.

وسله والو طالبانو هم په ځينو ولايتونو کې د لسګونو کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعاکړې ده.

Related Topics