Language

ننګرهار کې د شل مېګاواټه برېښنا په وړتيا ترانسفرمر نصبيږي

جلال اباد (پژواک ١٠ وږى ٩٢): په ننګرهار کې د ٢٠ مېګاواټه په وړتيا د نغلو د برېښنا لپاره نوې شبکه جوړېږي.

 

د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمن مومند د وږي په ١٠مه له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل، چې د ننګرهار د برېښنا رياست له لوري يو ترانسفرمر، چې د شل مېګاواټه برېښنا وړتيا به ولري د امريکا په مرسته به ډېر ژر د غوچکو په سب سټېشن کې نسب شي.

 دى وايي، چې دوى ته ټول سامان الات ور رسېدلي او ډېر ژر به يې د فعالېدو چارې پيل شي.

 د نوموړي په وينا، چې د يادې شبکې په فعالېدو سره به د جلال اباد ښار د برېښنا ستونزه هواره شي.

 هغه زياته کړه: ((اوسنى لين د ٩٠ مېګاواټه برېښنا تېرولو ظرفيت لري، خو تر اوسه په کې ٢٤ مېګاواټه برېښنا راځي.))

 مومند وايي، چې شل ورځې وروسته به د غوچکو سب سټېشن ته انجنيران راشي او د يادې شبکې په فعاليدو به کار پيل کړي.

 د برېښنا رييس وويل، چې په ډېر لوړ قيمت دوى ته له جرمني هېواد څخه يو سيار کنټرول روم اخيستل شوى، چې د دوى په چارو کې يې اسانتيا رامنځته کړې ده.

 د نوموړي په وينا، د يادې شبکې په فعالېدو سره به په ننګرهار کې د برېښنا ظرفيت ٤١ مېګاواټه ته ورسېږي، ځکه ١٢ مېګاواټه برېښنا له نغلو راغلې، ٩ ١  د درونټې د بند ده او ٢٠ مېګاواټه نوره به د نوي ترانسفرمر په لګېدو سره برابره شي، چې د ښاريانو شل سلنه د برېښنا ستونزه به هواره شي.

 ده وويل: ((موږ پرته له دې برېښنا، په لين کې نور ٤٦ مېګاواټه برېښنا ظرفيت لرو، چې ٢٠ به يې کونړ ته او ٢٠ به يې حصار شاهي ته ولېږدول شي.))

نوموړى وايي، چې دوه نور ترانسفرمونه به هم نصب کړي، چې له يوه به يې شل مېګاواټه برېښنا کونړ ته وغځېږي او له بله حصارشاهي صنعتي ښارګوټي ولېږدول شي.

 د مومند په وينا، کونړ ولايت ته د برېښنا د مزو غځولو چارې به ډېر ژر پيل شي ، ځکه دوى ياده پروژه اعلان ته وړاندې کړې ده، چې شاوخوا دوه کال وخت به ونيسي.

 هغه زياته کړه: ((د حصارشاهي صنعتي پارک ته د لين په غځولو شاوخوا يو ميليونه او درې سوه زره امريکايي ډالر لګښت راځي، چې لومړني کارونه يې بشپړ شوي دي.))

 ده وويل، چې ټولې نقشې او نور اسناد به د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې ته وړاندې کړي او له هغه وروسته به يې عملي چارې پيل شي.

 د برېښنا رييس وايي، چې يو شمېر ادارو يې د برېښنا بېلونه ځنډولي او ورځ تر بلې يې قرضونه لوړېږي ، مګر تر اوسه ياده ستونزه نه ده هواره شوې.

 د هغه په وينا، د ننګرهار کانال رياست، ښاروالۍ او ولايت مقام خپله باقيداري تر اوسه پورې نه ده خلاصه کړې.

 نوموړى وايي: ((که چېرې دوى باقيداري خلاصه کړي برېښنا شرکت به پراختيا کوي او ټولو ته به برېښنا ورسېږي.))

 مومند وويل، چې تر اوسه يادې درې واړه ادارې شاوخوا ٦٠٠ ميليونه افغانۍ د برېښنا د رياست باقي دي او په کار ده چې په ورکړه کې يې له خپلو مشرانو سره خبرې وکړي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.