لښکرګاه (پژواک ١٠ وږى ٩٢): چارواکي وايي، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ٢٥ وسله وژل شوي او ترې يوه زياته اندازه چاودېدونکي توکي د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار حکمت الله حقمل د وږي په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو ته ياده مرګ ژوبله د مالګير په سيمه کې اوښتي ده.
د ده په خبره، پرون له غرمې وروسته ٣٠٠ وسله وال له نهرسراج څخه مالګير سيمې ته د هلمند پر سيند را اوښتي وو، چې له پوليسو سره په جکړه کې ښکېل شول.
نوموړي وويل، چې جګړه له غرمې وروسته يوه بجه پيل او د شپې تر ١١ بجو يې دوام درلود، چې په پايله کې يې ٢٥ وسله وال مخالفين ووژل شول.
هغه زياته کړه، چې د وژل شوو وسله والو ١١ مړي د نښتې په سيمه کې پاتې دي.
د امنيه قوماندان په خبره، چې د يادې جګړې په ترڅ کې يو ځانمرګى موخې تر رسېدو مخکې ووژل شو، دغه راز شپږ موټرسايکل بمونه، له چاودېدونکو توکو ډک کرولا موټر او ١٥٠ ماينونه يې له نيولو وروسته شنډ کړي دي.
قوماندان زياته کړه، چې د دې نښتې په پايله کې يې پنځه ميله وسله ترلاسه کړې ده.
د حقمل په خبره، چې د مالګير په ياده جګړه کې دوه ملي پوليس هم وژل شوي او درې سيمه ييز پوليسو ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، وسله والو پلان درلود، د مالګير سيمه تر خپل واک لاندې راولي، خو د پوليسو له سخت مقاومت سره مخ شول او تر جګړې وروسته يې سيمه پرېښوده.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په ګرشک کې يې د ماين په چاودنه کې څلور بهرني او د سنګين په جګړه کې يې ګڼ کورني سرتېري وژلي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، په سنګين کې امنيت ښه شوى او په جګړ کې ګڼ شمېر وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
په دې وروستيو کې د هلمند په څو ولسواليو کې نا امنيو او د وسله والو له لوري بريدونو زور اخيستى دى.