څلورم تعقيب: جلال اباد (پژواک ۱۱ وږی ۹۲): د ننګرهار په سرحدي ښارګوټي تورخم کې د ناټو پر پوځي اډې د شوي ډله ييز بريد پر مهال د دغو ځواکونو ګڼ شمېر پوځي وسايط چې له افغانستانه بهر لېږدول کېدل هم سوځېدلي او له منځه تللي دي.
يوې ډلې وسله والو طالبانو نن (د وږي ١١مه) سهار شاوخوا شپـږ بجې په تورخم کې د ناټو ځواکونو پر پوځي او ورسره نږدې د سرحدي پوليسو پر يوه مرکز ډله ييز بريد وکړ او له هغوى سره رامنځته شوې جګړه له دريو ساعتونو وروسته پاى ته ورسېد.
په ختيځ کې د لومړي زون سرحدي پوليسو رييس ارکان سمونوال حسين خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بريد کوونکي درې کسان او د سرحدي پوليسو جامې يې اغوستې دي.
هغه زياته کړه، چې بريدګرو لومړى د ناټو د پوځي اډې د موټرو په هغه تمځاى کې چاودنې وکړې، چې په دغو چاودنو او نښته کې لسګونه د تېلو ټانکر او ټېلر موټر چې د ناټو اړوند او ځيني شخصي هم وو، سوځېدلي دي.
په تورخم کې د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا د پنځم کنډک درستيزوال سمونيار سيداحمد احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د ناټو ګڼ شمېر هغه پوځي وسايط هم سوځېدلي او له منځه تللي چې له افغانستان څخه د ايستلو لپاره يې په موټرو کې بار کړي وو.
هغه زياتوي، ياد وسايط په ټېلر موټرو کې د افغانستان له نورو سيمو د تورخم له لارې د پاکستان کراچۍ بندر ته وړل کېږي.
د پژواک ويډيو خبريال ببرک اميرزاده وايي، چې پېښه يې له نږدې ليدلې او وايي چې پر ټېلرو بار ګڼ شمېر ټانکونه او نور پوځي وسايط په بشپړه توګه سوځېدلي دي.
د هغه په وينا، د دې ترڅنګ د تېلو ټانکر، ټېلر او نور يو شمېر شخصي موټر هم زيانمن شوي دي.
په کابل کې د ناټو په مشرۍ د ايساف مطبوعاتي دفتر په تورخم کې د دوى پر يوې پوځي اډې د ډله ييز بريد پخلى کوي.
د ايساف له خوا پژواک ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بريد ناکام و او درې واړه بريد کوونکي وژل شوي دي.
سرچينه وايي، چې په بريد کې د ايساف سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د پوځي وسايطو او نورو موټرو د سوځېدو په اړه يې څه نه دي ويلي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پېښې له څېړلو وروسته به معلومات ورکړي.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې يوې ډلې طالبانو نن سهار په تورخم کې د امريکايانو پر پوځي مرکز بريد کړى او بيا يې څو ساعته جګړه وکړه.
هغه زياتوي، چې په دغه بريد کې لسګونه ټانکونه، ماين پال پوځي موټر، لسګونه ټېلر او له پوځي وسايلو ډک ٩ نور کانټينر موټر سوځول شوي او له منځه تللي دي.
مجاهد دغه راز ادعا وکړه، چې په دغه بريد کې ګڼ شمېر کورني او بهرني سرتېري هم وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP