جلال اباد (پژواک ١٧ وږى ٩٢): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو ١١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسله والو مخالفينو د بـټي کوټ ولسوالۍ د “سه پاى” په سيمه کې د سړک پر غاړه پر امنيتي پوستو بريدونه کړي وو.
هغه زياته کړه، چې د نښتې پر مهال د ملي اردو ځواکونه هم د پوليسو مرستې ته ورسېدل او نيم ساعت يې جګړه وکړه.
عبدالزى وايي، چې په دې نښته کې دوه پوليس او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي، يو سرتېرى او څلور پوليس ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، په سيمه کې د يوه وژل شوي طالب مړى پاتې او يو يې په ټپي حالت کې نيول شوى دى.
خو هغه وويل، چې کېداى شي د مخالفينو مرګ ژوبله زياته وي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې نښته کې درې پوليس وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي او دوه رينجر يې له منځه وړي دي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي، چې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې درې سرتېري وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP