مزارشريف( پژواک ١٧ وږى ٩٢): په بلخ کې له پاکستان څخه رالېږدول شوي۱۹۵۰کيلوګرامه چاودېدونکي توکي د امنيتي مسوولينو له خوا ونيول شول.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د وږي په ۱۷مه، خبريالانو ته په خبري ناسته کې وويل، چې د دغه ولايت د ملي امنيت له خوا په چهاربولک ولسوالۍ کې ۱۹۵۰کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ونيول شول.
نوموړي زياته کړه، د چاودېدونکو توکو په تور دوه کسان نيول شوي دي.
د هغه په وينا، دغه توکي د يادې ولسوالۍ په ده بره سيمه کې په هديره کې ځای پر ځای شوي وو.
فرهاد وويل، چې ياد چاودېدونکي توکي د سيمنټو په ۳۹بوريو کې له پاکستان څخه بلخ ولايت ته لېږدول شوي وو.
نوموړي زياته کړه،د ملي امنيت د تر لاسه شويو معلوماتو پر بنسټ، له يادو چاودېدونکو توکو څخه د اوږد مهال لپاره د کار اخيستو تابيا نيول شوې وه؛ خو مخه يې ډب کړای شوه.
د هغه په وينا، که چېرې د دولت وسله وال مخالفين د يادو موادو په کارېدو توانېدلي وای؛ نو د بلخ ولايت امنيتي حالات به خراب شوی وای.
د مزارشريف اوسېدونکي هم د امنيتي مسوولينو له دغې کړنې خوښ دي او د امنيت د لا ساتنې سپارښتنه کوي.
د درېيمې ناحيې اوسېدونکي علي رضا پژواک خبري اژانس ته وويل،که چېرې امنيتي مسوولين د کشفي معلوماتو پر بنسټ له وخته مخکې د دولت د مخالفو وسله والو هڅې شنډې نه کړي؛ نو د امنيت ټينګښت به ورته ناشونی شي.
نوموړي زياته کړه،د ورته چاودېدونکو توکو په کارونه کې ډېری وخت عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
علي له امنيتي مسوولينو څخه د مننې تر څنګ زياته کړه، چې امنيتي مسوولين بايد د سيمې د امنيت د ټينګښت په موخه خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ کړي.