Language

د ماين چاودنې ۱۲ ملكي وګړو ته مرګ ژبله واړوله

لښكرګاه (پژواك۲۰ وږى ۹۲): د هلمند په موسى كلا ولسوالۍ كې د ماين چاودنې ۱۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواك د وږي په ۲۰مه پژواك اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته په موسى كلا ولسوالۍ كې د ملکي وګړو پر يوه موټر د ماين چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د نوزاد ولسوالۍ د اوسېدونکو دغه موټر کجکي ولسوالۍ ته روان، چې له يادې پېښې سره مخ شو.

ځواک وايي، چې په دې چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون څلور ملكي وګړي وژل شوي، د دوو ښځو او درېيو ماشومانو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، چې ټپيان يوه ځايي روغتيايي مرکز ته وړل شوي او د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نشته.

د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي، خو په دې وروستيو كې په دغه ولايت كې د ماين د چاودنو پېښې زياتې شوي او مسوولين يې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.

Related Topics