Language

جلال اباد(پژواک٢٠وږى٩٢) : د ننګرهار مرستيال والي وايي، چې د مالي کال پوره کېدو ته درې مياشتې پاتې دي، خو تر اوسه يو شمېر وزارتونو خپلو رياستونو ته بوديجې نه دي ورکړي.

 مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال دغه څرګندونې د وږي په ٢٠مه، د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې ، چې د ننګرهار د پنځه کلن ستراتيژيک او يو کلن عملياتي پلان د تشريح او توضيح لپاره د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

 په ياده غونډه کې د يو شمير وزارتونو د مرستيالانو او استازو سربيره د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال او د ننګرهار د ادارو مسوولينو برخه اخيستې وه.

 د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ستراتيژيک پلان جوړى کړى او هم يې ديوه کال لپاره عملياتي پلان جوړ کړى دى.

 دى وايي ، چې ننګرهار ته د يوشمير وزيرانو راتګ يواځې نمايشي بڼه لري ،  تش په خوله ژمنې کوي، خو يوه ژمنه هم نه عملي کوي.

 ده زياته کړه: (( دوى هسې وعدې کوي، کاش چې دوى دا وعدې عملي کولى.))

 دى وايي چې دا مهال  ننګرهار  يو لوى هوايي ډګر،لوى روغتون او ګڼو نورو پرمختيايي پروژو ته اړتيا لري ، مګر اړونده وزراتونه تل په دغه برخه کې چوپ پاتې شوي دي.

 نوموړى وايي، چې ټولو وزارتونو ته يې بلنه ورکړې وه ، چې په دغه مهمه غونډه کې ورسره ګډون وکړي ، خو له بده مرغه يوه وزير هم په دغه غونډه کې برخه وانخيسته.

 ده وويل: ((   له دې به ستر کار چېرته وي چې د ستراتيژيک پلان په تشريح کې وزيرانو له موږ سره برخه اخيستې واى او د پلان په عملي کولو کې يې راسره مرسته کړې واى.))

 ګرديوال وايي ، چې شاوخوا ٣٠٠ لويې او وړې فابريکې لري، خو تر اوسه پورې صنعتي پارکونه غېر فعاله دي، نو له دې امله فابريکې هم ګډې وډې دي.

 دى وايي ، چې په ننګرهار کې ګڼې ستونزې دي ، خو وزارتونه چندان پاملرنه ،نه ورته کوي.

 ګرديوال له هر څه وړاندې پر امنيت ټينګار کوي او وايي، چې اړونده وزارتونه بايد ستونزه حل کړي.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال فريدالله ماموندزى وايي، چې په ننګرهار کې د بهسودو د پله، د تورخم-جلال اباد ددويم سړک او زر بيستريز روغتون جوړيدل هغه اړتياوې دي،چې په لومړي ليک کې قرار لري.

 هغه زياته کړه،په دې وروستيو کې وزارتونه چې له اساسي ستونزې سره مخ شوي ، هغه د بوديجې کمبود دى، خو که چېرې وزارتونه په خپل کار کې ناغيړي ونه کړي ، نو ستونزې مخ په کمېدو دي.

 د ماليي وزارت د عوايدو او ګمرکاتو مرستيال ګل مقصود ثابت د وزارتونو او ادارو د بوديجې په وخت نه ترلاسه کولو ادعاوې رد کړې او کارکوونکي يې بې احساسه وبلل.

 نوموړى وايي ، هغه ادارې چې شکايت کوي دوى په خپله خپلې پروژې نه شي ډيزاين کولى، ډېرى وخت دوى خپله بوديجه هم نه شي مصرفولى.

 ده وويل: (( موږ ننګرهار ته خاصه توجه لرو،  مګر چې څوک وړانديز وکړي، دا يو ميکانيزم لري هر څه خو هوايي نه کيږي کنه، بايد دوى غوښتنه وکړي.))

 دى وايي ،چې د ياد ستراتيژيک او عملياتي پلان په عملي کولو کې دوى له ننګرهاري چارواکو سره ملاتړي دي او تر اخري بريده به ورسره کوښښ کوي.

 ثابت  زياته کړه : (( دغه پروژې دوى بايد وزارتونو ته وړاندې کړي  او که چېرې وزارت کې نه کيږي موږ ته راځي.))

 نوموړى د ننګرهار پر چارواکو غږ کوي، چې د دغه ستراتيژيک پلان لپاره دې هڅې وکړي او يوه ډله دې جوړه کړي، ترڅو د پلان د عملي کولولپاره وګرځي او کار وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.