Language

په جومات کې چاودنې دوه ماين جوړوونکي وژلي او جومات يې نړولى

 غزني ښار (پژواک ۲۴ وږی ۹۲): چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې په يوه جومات کې د ماين چاودنې جومات نړولى او دوه وسله وال طالبان يې وژلي دي.

د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبان پرون ماښام د ګردې کلي په جومات کې د ماين پر جوړولو بوخت و، چې چاودنه پرې رامنځته شوې ده.

ولسوال وايي، چاودنه ډېره زوروره وه، چې له امله يې جومات نړېدلى او دوه ماين جوړوونکي طالبان يې هم وژلي دي.

ديسيوال زياتوي، چې د کلي خلکو ته زيان نه دى رسېدلى، ځکه په جومات کې يواځې ماين جوړوونکي طالبان وو.

د هغه په وينا، طالبان تل له جومات او د خداى له کوره ناوړه استفاده کوي، دوه مياشتې مخکې د چهاردېوال په سيمه کې هم په جومات کې پر ماين جوړوونکو چاودنه وشوه، څلور طالبان يې ووژل او درې کليوال يې ټپيان کړل.

د ياد کلي يوه اوسېدونکي عبدالباري پژواک ته وويل، چې تېر ماښام له لمانځه وروسته دوه طالبان له زېړو بوشکو سره جومات ته ور ننوتل.

د ده په خبره، تر لمانځه وروسته کليوال خپلو کورونو ته ولاړل، خو شاوخوا نيم ساعت وروسته درنه چاودنه وشوه، چې را ووتو کلى په دوړو کې پټ و.

هغه زياتوي، چاودنه د جومات په دهلېز کې شوې، نيم جومات نړېدلى او د وژل شوو دواړو طالبانو د بدن غړي په لوټو کې ګډوډ پراته وو.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics