Language

په خپلمنځي شخړه کې ١٠ پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

لښکرګا(پژواک٢٧وږى٩٢): دهلمند په خانشين ولسوالۍ کې دپوليسو په خپلمنځي شخړه کې د ولسوالۍ  د قوماندان په ګډون  لسو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خانشين ولسوال حاجي انور خان د وږي په٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن تر غرمې مخکې ددې ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ کې د پوليسو ترمنځ خپلمنځي شخړه رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه ، چې په دې نښته کې درې پوليس وژل شوي او د ولسوالۍ دامنيه قوماندان په ګډون اوه نور پوليس  ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل ، چې دپېښې انګيزه نه ده معلومه او په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

دده په خبره، چې د ولسوالۍ د پوليسو قوماندان رووف خان د شخړې پرمهال دپېښې ځاى ته ورغلى ، خو نوموړى هم په مرمۍ لګېدلى او ټپي شوى .

ولسوال وايي ، چې په وژل شويو پوليسو کې هم يوتن ديوې پوستې قوماندان و ، چې سردار محمد نومېده .

خو وسله والو طالبانو ويلي ، چې د دوى يوه نفوذي ملګري په امنيه قوماندانۍ کې پر پوليسو ډزې کړي، دوه قوماندانان او شپږ پوليس يې وژلي دي.

Related Topics