Language

د هلمند عالمانو او مشرانو د پاکستاني علماوو وروستۍ څرګندونې وغندلې

 لښکرګاه (پژواک ٢٨ وږى ٩٢): د هلمند ګڼ شمېر قومي مشران او ديني عالمانو د پاکستاني عالمانو وروستۍ څرګندونې، چې د طالبانو د بيا راتګ په ملاتړ يې کړې، په کلکه غندلې دي.

دغه غندنه په هغې غونډه کې شوې، چې نن د (وږي ٢٨مه) د هلمند د اقوامو او قبايلو رياست له لوري جوړه شوې وه.

 ديني عالم مولوي مهردل فراهي په خپلو خبرو کې وويل، د سولې پر وړاندي تر ټولو لوى خنډ پاکستان دى، چې د افغانستان په نا امنيو کې خپلې ګټې ګوري.

نوموړي زياته کړه: ((پاکستاني عالمانو خپله لاره ورکه کړې، د دې پر ځاى چې خلکو ته سمه لاره وښيي، جګړې او نا امنيو ته يې هڅوي، چې دا د اسلام او شريعت مخالف عمل دى.))

مهردل فراهي د پاکستاني عالم مولوي سميع الحق وروستۍ څرګندونې، چې دوه ورځي وړاندې يې د افغان طالبانو د بيا واکمنېدو په اړه کړې وې، د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله.

نوموړي وويل، تش په نامه پاکستاني علما په سپين سترګۍ مداخله کوي او دا به يې پر زيان تمامه شي او ان د هېواد ثبات او امنيت به يې له ګواښ سره مخ شي.

د هلمند د سولې ولايتي کمېټې او ولايتي شورا غړى حاجي سيف الملوک نوري هم وايي، چې افغان دولت دې د دا ډول بې مسووليته څرګندونو په مخنيوي کې خپل دريځ په ډاګه کړي.

نوموړي زياته کړه، په افغانستان کې امنيت او پرمختګ هغه وخت راتلاى شي چې ټولې غاړې قومونه او ډلې سره يو شي او سوله رامنځته کړي.

په غونډه کې يوه قومي مشر حاجي سردار محمد بيا تر سولې وړاندې د اداري فساد، رشوت، د ځمکو د غصب او نورو د ورته ناقانونه کړنو د مخنيوې غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل، تر هغو چې دولتي مسوولين خپل مسووليت احساس نه کړي، اداري فساد بند نه کړي نه سوله راتلاى شي او نه هم د پرديو د لاس وهنې مخه نيول کيداى شي.

هغه زياته کړه، ولسمشر او لوړپوړي دولتي مسوولين په دې بده پديده (فساد او رشوت) خبر دي، خو د مخنيوي لپاره يې ريښتنى ګام نه پورته کوي.

د ده په خبره، په اوسني حالت کې ولس ناهيلى دى، سوله او پرمختګ او د پرديو له احتياجه ځان خلاصول غواړي.