Language

چاودنې ١٥ ملکي وګړي ټپيان کړل

مزار شريف( پژواک ٣٠ وږى ٩٢): د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې چاودنې ١٥ ملکي وګړي ټپيان کړي او يو تن يې وژلى دى.

د بلخ امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادر د وږي په ٣٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه نن غرمه د چهاربولک بازار ته نږدې رامنځ ته شوه.

هغه زياتوي ، چې په يو موټر سايکل کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو چاودنې ١٥ تنه ټپيان کړل، چې ماشومان هم په کې شامل دي.

د امنيت امر وايي، چې په سيمه کې يې پلټنې پيل کړې دي، خو تر دې مهاله يې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيولي.

د چهاربولک د پوهنې مدير عطامحمد وايي،دغه چاودنه د پوهنې مديريت ته څېرمه  شوې، چې له امله يې يو ښوونکى وژل شوى دى.

د چاودنې مسووليت تر دې مهاله کوم لوري پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics