Language

په بېلا بېلو پېښو کې ١٣ تنه وژل شوي دي

غزني_جلال اباد(پژواک،٣٠وږى٩٢) : په بېلابېلو پېښو کې ١٣ تنه، چې پکې پنځه ماشومان  ،يو افغان سرتېرى  او وسله والو شامل دي، وژل شوي .

د غزني د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال پژواک ته وويل، نن غرمه وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ.

هغه زياتوي، چې د طالبانو له لوري د ويشتل شوي راکټ مرمۍ د ميرخان د کلي په يوه کور کې لګېدلې  او پنځه ماشومان يې وژلي دي.

د نوموړي په وينا، په دې سيمه کې يو ساعت جګړه شوې، چې په کې پنځه وسله وال هم وژل شوي، چې د درېيو تنو مړي يې اوس هم په سيمه کې پاتې دي.

د يو بل خبر له مخې، په لغمان کې د بېلابېلو پېښو له امله وسله والو،پوليسو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ٣٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه  د الينګار ولسوالۍ د کندې په سيمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو  تر منځ نښته شوې، چې له امله يې د وسله والو يو سيمه ييز قوماندان  الله دوست وژل شوى او دوه نور ملګري يې ټپيان شوي دي.

نوموړى وايي، چې په نښته کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

همداراز د والي وياند زياتوي ، چې نن سهار  وختي د کابل-جلال اباد پر لويه لار د ورېښمين تنګي په سيمه کې وسله والو د تېلو پر دوو شخصي ټانکرونو ډزې کړي، چې له امله يې يو موټر چلوونکى ټپي شوى او بل وژل شوى دى.

د ځواک په وينا، دواړه موټر هم په بشپړه توګه سوځېدلي او  له همدې امله د کابل-جلال اباد لويه لار تر غرمې يوولسو بجو هم تړل شوې وه.

دى وايي: (( په همدې مهال د وسله والو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ دوه ساعته جګړه شوې ، چې يو د ملي اردو سرتېرى په کې وژل شوى دى.))

د کابل _ جلال اباد د لارې يوه مسافر اکبر خان پژواک ته وويل  چې وسله والو سهار وختي دوه ټانکر  سوځولي ، چې د يوه ټانکر  چلوونکى په ټانکر کې په بشپړه توکه سوځېدلى او ژوند يې له لاسه ورکړى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په غزني او لغمان کې د شاوخوا لسو افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې او ښتو ادعا کړې ده.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.