Language

د سنګين خلک په لارو کې له خښ شوو ماينونو شکايت کوي

 لښكرګاه (پژواك، د تلې لومړۍ نېټه ۹۲): د هلمند د سنګين ولسوالۍ ځايي اوسېدونكي تر اوږدې جګړې وروسته په لارو كې له خښ شوو ماينونو شكايت كوي.

په سنګين کې له تېرو پنځو مياشتو جګړه روانه وه، د دولتي مسوولينو په خبره اوس وسله وال مخالفين يوازې د باركزيو په سيمه كې مقاومت كوي.

د دې ولسوالۍ ساروان كلا له تېرې مودې راهيسي د جګړې مركز و، خو اوس د هلمند والي وايي، چې له دې سيمې وسله وال وتلي خو لارې، پټي او د کورونو بامونه يې هم په ماينونو پوښلي دي.

 قومي مشر حاجي فضل محمد پژواك اژانس ته وويل، چې په تېره جګړه كې ملكي وګړو ته مرګ ژوبله وانه وښته، خو د طالبانو له وتلو وروسته په تېرو دريو ورځو كې ګڼ ملګي وګړي، چې ښځي او ماشومان هم په كې شامل وو، خپلو كورونو ته د ستنېدو پر مهال د ماينونو په چاودنو كې وژل شوي دي.

نوموړي وويل: ((تېره ورځ مخکې له دې چې کور ته ننوځم د ملي اردو تخنيكې ټېم له خوا مې د كور په دننه او بهر کې يو شمېر ماينونه شنډ شول وروسته مې ماشومان راوستل او تر يو ساعت وروسته مې نهه كلنې لور د مالونو په ځاى كې په ماين وخته دواړه پښې يې پرې شوې.))

دغه راز د اخترمحمد په نوم يوه سيمه ييز پوليس پژواك اژانس ته وويل، په تېرو څلورو ورځو كې يې ۱۱۶ ماينونه شنډ کړي او لا هم د خلكو كورونه او پټي پرې ډك دي.

نوموړي زياته كړه، په تېرو څلورو ورځو كې د دريو ماشومانو او يوې مېرمني په ګډون اته ملكي وګړي ماين چاودنو وژلي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د د ه په خبره، پر سنګين د وسله والو طالبانو بريد ته خپله د سيمې اوسېدونكو زمينه برابره كړې ده، ځكه دا سيمه له يوې خوا په ونو پوښلې له بلې خوا كروند ګرو په ټولو ځمكو جوار كرلې، چې د وسله والو لپاره ښه پټن ځايونه لري.

د حاجي غلام جان په نوم يوه قومي مشر وويل، چې ډېر كورونه لوټ شوي، ماينونه په كې خښ شوي او كرل شوي كښتونه يې هم د جګړي له امله زيانمن شوي دي.

نوموړي له دولتي مسوولينو غوښتنه وكړه، چې په سيمه كې د ماينونو شنډولو لپاره ځانګړې تخنيكي ډلې وګوماري.

 د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د ساروان كلا د بوستان په جومات كې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته وويل، تر هغو چې يې كورونه له ماينونو نه وي پاك شوې كورونو ته له ننوتلو دې ډډه وكړي.

والي زياته كړه، هغه كورونه چې د وسله والو او نا معلومو كسانو له خوا لوټ شوي تر سروې وروسته به د مرستې امكانات ورته پيدا كړي.

هغه وويل، له امنيت سره سم به د ساروان كلا اوسېدونكو ته د مرسته كوونكو له خوا پروژې په لاره واچوي، چې له يو لورې ورته د کار زمينه برابره شي او له بل لوري يې اقتصاد په پښو ودريږي .

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار، چې له تيرو دوو اونيو راهيسې په سنګين کې د امنيت د ټينګښت په چارو بوخت دى وويل، وسله وال طالبان وتلي په يو شمير سيموكې، چې شتون لري هم تر زيات فشار لاندې دي.

 همداراز د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان اركان حرب سيد ملوك وويل، د دوى لپاره ستونزه د خلكو كرل شوي كښتونه دي كه نه وسله والو طالبانو يې پر وړاندې مقاومت نه شواى كولى.

د ده په خبره، وسله والو ته په دې جګړه کې درانه تلفات اوښتي، خو کله چې کروندګرو فصلونه ټول کړل نو له سنګينه د باندې په نورو ولسواليو کې به هم عمليات پيل کړي.

 ساروان كلا سيمه چې د سنګين له مركزه شمال لور ته ۲۸ كيلومتره لرې پرته ده، دې سيمې ته دولتي چارواکو او خبريالانو په موټر کې په داسې حال کې سفر وکړ چې دوه اونۍ مخکې دې سيمې ته سفر ناشونى و.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې په سنګين کې اوس هم وسله وال فعاليت لري او پراخې سيمې يې تر واک لاندې لري دي.

 

 

 

 

Related Topics