غزني ښار(پژواک، دتلې لومړۍ نیټه ۹۲): دغزني په مقر او قره باغ ولسوالیوکې په بيلابيلو پېښوکې ١٤ وسله وال طالبان اوپولیس وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.
د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال وايي، چې نن وسله والوطالبانوددې ولسوالۍ دقبرغې په سیمه کې دسیمه يیزو پولیسو پر امنیتي پوسته برید وکړ، چې په ترڅ کې يې د وسله والوطالبانو د یوه قوماندان او مرستیال په ګډون اته تنه ووژل شول.
نظر وال پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې په دې برید کې پولیسوته زیان نه دی اوښتی. خو زياته يې کړه، چې د قره باغ باران کلا په سیمه کې نن له غرمې وروسته دعامه نظم پولیسو یو رینجر موټرپر ماين وخوت، چې له امله يې درې پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړى اوڅلورنور ټپیان دې.
نوموړى وايي، چې ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.
د یوبل خبرله مخې، په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو اوسیمه يیزو پولیسو ترمنځ هم نښته رامنځته شوې ده.
د مقر ولسوال صاحب خان سباوون پژواک ته وويل ،چې نن غرمه وسله والوطالبانو ددې ولسوالۍ دخوځیوپه سیمه کې دسیمه يیزو پولیسو پرامنیتي پوسته برید وکړ، چې وروسته سیمې ته ملې پولیس هم ورسېدل .
سباوون وايي، چې په دغه بريد کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او درې ملي او یو سیمه يیزپولیس ټپیان دي.
ولسوال وايې ،چې په دې نښته کې درې وسله وال طالبان هم وژل شوي او دوه نورتپیان دي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د قره باغ ولسوالۍ دمیرجان په سیمه کې د وسله والوطالبانوپه نښته کې درې طالبان او پنځه ماشومان وژل شوي وو.