Language

د تګاب ولسوالۍ په ودانۍ کې چاودنه شوې

محمودراقي (پژواک ٢ تله ٩٢): د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ د ودانۍ په منځ کې چاودنه شوې ده.

عيني شاهدان وايي، چې دا چاودنه نن (د تلې ٢مه) له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د ودانۍ په منځ کې شوې ده.

د فهيم په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، تر چاودنې وروسته يې وليدل چې په امبولانسونو کې يې مړي او ټپيان ولېږدول.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه د ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه شوې ده.

د هغه په وينا، چې دغه چاودنه د انارو په يوه کارتن کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې او دوه پوليس يې وژلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics