Language

د ننګرهار محصلينو د کابل –جلال اباد لويه لاره تړلې

جلال اباد (پژواک  ٢تله ٩٢): د ننګرهار د درونټې په سيمه کې ماښام ناوخته سلګونو محصلينو د احتجاج په توګه  د کابل _ جلال اباد لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده.

د ننګرهار پوهنتون د عامه اړيکو مسوول پوهنيار سيد سميع الله سعيدي د تلې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماښام ناوخته د پوهنتون يوشمېر محصلينو د احتجاج په توګه ياده لاره تړلې ده.

ده زياته کړه، د پوهنتون شورا پريکړه کړې وه، چې سږکال به يواځې په ليليه کې د لومړىو ټولګيو زده کوونکو ته ځاى ورکول کيږي، ځکه چې هغوى نابلده وي.

د عبدالله په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک ته وويل، چې په دغه لاريون کې د پوهنتون  د دويم، درېيم او څلورم ټولګيو زده کوونکي ګډون لري.

هغه زياته کړه، چې دوى په پوهنتون کې د ليليې، برېښنا او خوراک په برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

د ده په وينا، ترڅو چې يې غوښتنې نه وي منل شوي، تر هغې به لاريون ته دوام ورکړي.

د پوهنتون د عامه اړيکو مسوول سعيدي بيا وايي، چې د برېښنا ستونزه د ننګرهار په ولايت کې عامه ده؛ کله چې اوبه کمې وي، بيا برېښنا نه وي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.