Language

د بېدل د ٣٠٠ تلين په وياړ دوه ورځنى علمي سيمينار پيل شو

مزارشريف (پژواک ٦ تله ٩٢): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مرزا عبدالقادر بېدل د ٣٠٠وم تلين په وياړ دوه ورځنۍ نړيوال علمي سيمينار پيل شو.

دغه سيمينار چې د بلخ پوهنتون په تالار کې د تلې په ۶مه سهار مهال د دغه پوهنتون د ژبو او ادبيانو د دري څانګې په کوربه توب پيل شو، په فرهنګي چارو کې د ولسمشر مشارو وزير زلمي هېوادمل، د علومو اکاډمۍ غړو، د بلخ او کابل پوهنتون استادانو او د بلخ پوهنتون محصلينو برخه اخيستې وه.

ابوالمعاني مرزا عبدالقادر بېدل د مرزا عبدالخالق زوی په ۱۶۴۴زېږديز کال کې د هندوستان په پټنه سيمه کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

د فارسي ژبې هندي شاعر او د افغانستان د بدخشان ولايت اړوند و.

دى په هند کې زېږېدلی او د ژوند زياته برخه يې د ډيلي په شاه جهان اباد کې تېره کړې ده.

له عبدالقادر بېدل څخه زيات شمېر منظوم او منثور اثار پاتې دي.

د بلخ پوهنتون رييس پوهندوی مکمل الکوزي د سيمينار په پرانيسته کې وويل، چې ياد سيمينار د عبدالقادر بېدل د ژوند او هنر د څېړلو په موخه جوړ شوی دی.

نوموړي زياته کړه، چې په سيمينار کې به د سيمې د فرهنګي شخصيتونو، د کابل او بلخ پوهنتونو د ادبياتو د استادانو له خوا د بېدل پر شعر او ژوند باندې ليکل شوې مقالې وړاندې شي.

د هغه په وينا ، سيمينار به دوه ورځې وغځېږي، چې تر دې دمه د سيمينار د پيل د مراسمو تر څنګ په کې د ولسمشر حامد کرزي او د بلخ د والي پيغامونه ولوستل شول.

الکوزي وويل، چې د سيمينار په بله برخه کې علمي مقالې لوستل کېږي.

د ولسمشر حامد کرزي سلاکار وزير زلمي هېوادمل پژواک اژانس ته په خبرو کې ورته سيمينارونه د افغانستان د نوموتو شاعرانو د شعر او هنر د لا سپړنې لپاره اړين وبلل.

نوموړي زياته کړه، په کار ده چې د پخوانيو ستر اديبانو ژوند او هنر وسپړل شي او د راتلونکي لپاره ترې غوره لارې پيدا کړای شي.

د هغه په وينا، بېدل د فارسي ژبې ستر شاعر و او دی.

شاعر او ليکوال سمېع حامد سيمينار ته د خپلې علمي وينا په ترڅ کې د بېدل شعر په اسانه درک کوونکى شعر وګاڼه.

نوموړي زياته کړه، که چېرې د بېدل د شعر لوستونکي د بېدل د نړۍ ليد په اړه معلومات ولري نو د دغه شاعر شاعري په اسانه درک کېدی شي.

د هغه په وينا، د انلاين معلوماتو د اسانتيا له امله اوس د دې وخت پای ته رسېدلى، چې پر مزرا عبدالقادر بېدل دې تحقيق وشي.

حامد وويل: ((اوس هغه مهال دی، چې د بېدل پر شعر فکر وشي.))

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ورته سيمينارونو له لارې نه يوازې د شعر او هنر درک زياتېږي بلکې د دغه اړخ د زده کوونکو لپاره د لوست ارزښت لري.

د ابوالمعاني مرزا عبدالقادر بېدل د غزلونو له دېوان پرته زيات شمېر اثار ((مثنوي عرفان، مثنوي محيط اعظم، رباعيات، مثنوي رقعات، مثنوي طلسم حيرت، چهار عنصر(د شاعر اټوبيوګرافي)، نکات او …)) پاتې دي.

 

Related Topics