Language

د اندړو-ګيرو ولسواليو تر منځ  د ٢٥ کيلومتره سړک د پخيدو کار پيل شو

غزني ښار(پژواک ۷ تله ۹۲) د غزني اندړو اوګيرو ولسواليو ترمنځ د ٢٥ کيلومتره سړک د پخيدو کار نن په رسمي توګه د فوايد عامې د وزير له لورې پرانيستل شو.

  د فوايد عامې وزير  نجيب الله اوژن د دغه سړک  دکار په پيل کې وويل،دغه سړک د سيمه ييزو پوليسواو د طالبانو پر خلاف د پاڅون له برکته جوړيږي، چې ټوليز لګښت يې شپږ ميلونه افغانۍ کيږي او دايساف له لورې وکول کيږي.

نوموړي زياته کړه، چې د دې سړک تر څنګ په ګيرو او اندړو ولسواليو کې به نورې پرژې هم پيل شي.

هغه په دې خوشالي څرګنده کړه، چې د غزني يوې داسې نا امنه سيمې ته راغلى، چې پخوا به پوليسو هم په سختي سفر کاوه خو اوس هلته کلک امنيت دى.

 د ګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه د دې سړک د جوړيدو هر کلى وکړ او له دولته يې غوښتنه کړه، چې دګيرو ولسوالۍ ته پاملرنه زياته کړي او خلکو ته کارې زمينې برابري کړي.

ولسوال زياتوي، د دې سړک په پخيدو سره به د خلکو ډيرى ټرانسپورټي ستونزې اواري شي، سوداګري په چټکه شي او ناروغان به په خپل وخت د مرکز روغتونو ته رسولى شي.

د ګيرو اوسيدونکى او د ولايتي شورا وکيل نادرخان ګيرووال هم وايي، چې د دې ولسوالۍ خلکو ته دې پاملرنه زياته شي او ځوانانو ته دې کاري زمينې برابري شي.

 دګيرو ولسوالۍ يو تن قومي مشرحاجې ملنګ پژواک ته وويل، چې په ژمي کې به د دريو مياشتو لپاره د دوى لارې بندې وي،خو د سړک له پخيدو سره به يې ټولې ستونزې حل شي.

 هغه ژمنه وکړه، چې د سړک د کار امنيت به سيمه ييز او ملي پوليس په ګډه ساتي او د سيمې خلک به يې مرسته کوي.

Related Topics