غزني ښار (پژواک ١٠ تله ۹۲): د غزني ښار يو شمېر رېکشا چلوونکي شکايت کوي، چې د ملا نوح بابا په نوم د څو زورورو له لوري جوړه شوې اتحاديه هره مياشت ١٠٠ افغانۍ په زور ترې اخلي.
يوه رېکشا چلوونکي عبدالرووف پژواک خبري اژانس ته وويل: ((يوکس چې خپل مخ يې پټ کړی وي، لرګی يې په لاس کې وي د کلاه سبز په چوک ولاړ وي له هر رېکشاوانه په زور پيسې اخلي.))
د غزني اندړو ولسوالۍ د شېرکلا اوسېدونکی بازمحمد، چې غزني ښار ته په مزدورۍ پسې راغلى او د خپل کور لګښت د همدې رېکشې له لارې پوره کوي وايي، له دوى په ناقانونه توګه پيسې اخلي او په دې نه پوهېږي، چې دغه کسان د چا له لوري معرفي شوي دي.
هغه زياتوي، د دوى ورځنۍ ګټه ډېره کمه ده، ان په اونۍ کې هم پنځه سوه افغانۍ نه شي پيدا کولى، خو دغو ناپېژندل شوو او مخ پټو کسانو ته بايد هره مياشت خپل حق ورکړي.
د بازمحمد په خبره، که دغه کسان په قانوني توګه پيسې ټولوي، نو بيا ولې له زوره کار اخلي او ولې يې مخونه پټ کړي دي، ترافيک پوليس يې بايد مخه ونيسي.
په غزني کې د ملانوح بابا اتحاديې مشر عبدالله چې په غزني ښار کې له رېکشا چلوونکو پيسې اخلي پژواک اژانس ته وويل، چې د دوی اتحاديه په ولايت، امنيه قوماندانۍ او ترانسپورټ وزارت کې راجستر ده او دوی د قانون له مخې له رېکشا چلوونکو پيسې اخلي.
د عبدالله په خبره، په ٣٠٠٠ رېکشاوانانو يې د مستوفيت او ترانسپورټ له لوري ځانګړې شوې کتابچې وېشلې، چې له مخې يې دوى هره مياشت له هرې رېکشا سل افغانۍ ترلاسه کوي.
نوموړى زياتوي، دغه کار يې د رېکشا چلوونکو د ستونزو د حل لپاره پيل کړى، دوى په پام کې لري، چې د غزني ښار ټولو رېکشاګانو ته پلېټونه هم جوړ کړي.
د ملانوح بابا اتحاديې مشر وايي، له رېکشا چلوونکو راټولې شوې پيسې د دولت بودجې ته نه سپاري بلکې د خپلې اتحاديې د پنځو غړو معاشونه او لګښتونه پرې پوره کوي.
د غزني د ترافيکو مدير محمدالله احمدي بيا دا اتحاديه ناقانونه بولي او زياتوي، اتحاديې ته اړتيا نشته دوى ته چې هر څوک ورشي ستونزې يې ورته حل کوي او که پلېټ وغواړي پلېټ هم ورکوي.
خو د غزني د ترانسپورټ مديريت اداري مدير سيدمحمد هاشم پژواک ته وويل، د رېکشا چلوونکو لپاره يې د ولايت او قوماندانۍ په همکارۍ دغه اتحاديه جوړه کړې ده.
هغه زياتوي، رېکشا چلوونکو ته يې د ماليې راټولولو کتابچې وېشلې، چې دوى بايد هره مياشت سل افغانۍ د ماليې په ډول ورکړي.
اوسمهال په غزني کې شاوخوا ٥٠٠٠ رېکشې چلېږي که هره يوه يې په مياشت کې ١٠٠ افغانۍ ورکړي نو د مياشتې نيم ميليون او د کال شپږ ميليونه افغانۍ کېږي، چې د دولت بودجې ته نه بلکې د ملانوح بابا اتحاديې د غړو تر منځ وېشل کېږي.