Language

په امنيتي پېښو کې ٢٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، اسعد اباد ( پژواک ١٣ تله ٩٢ ) : د ميدان وردګو او کونړ ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ٢٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼى وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په دې ولايت کې د ١٢ وسله والو په ګډون ١٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې  ده.

هغه زياته کړه، چې ياده مرګ ژوبله ددې ولايت په مرکز ميدان ښار،نرخ او چک ولسواليو کې اوښتې ده، چې په ترڅ کې يې اوه مخالفين وژل شوي،شپږ ټپيان دي او اوه نور ژوندي نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، دغه راز په دې نښتو کې يو د ملي اردو سرتېری او درې ملکي وګړي  ټپيان شوي دي .

د يوه بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي دي.

په کونړکې د دويمې پلې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن شيرين اغا پژواک اژانس ته وويل ، چې نن په مروره ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې د ملي اردو يو افسر او يو سرتېرى وژل شوي او دهغوى ټانک له منځه تللى دى.

  طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي ، چې په دې چاودنه کې څلور سرتېري وژل شوي دي.