Language

په ننګرهار کې اوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

جلال اباد(پژواک١٩،تله٩٢) : چارواکي وايي، د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې  دوه وسلوال طالبان وژل شوي او د يو پوليس په ګډون پنځه نور ټپيان دي .

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  نن سهار  د مومندرې ولسوالۍ د اته ويشتمې او اوه ويشتمې ويالې تر منځ سيمه کې له غرمې مخکې له اتو تر لسو بجو نښته وشوه.

د ده په وينا، په دې نښته کې  دوه وسلوال مخالفين وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دى وايي ، چې  په نښته کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.

د يو بل خبر له مخې ، پوليسو نن سهار د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د کابل هډې په سيمه کې د کتاب په نوم يو تن له  وسلوالو مخالفينو سره د تړاو په شک نيولى دى .

مشرقيوال وايي، چې کتاب په جلال اباد کې د وسلوالو طالبانو يو سرګروپ دى .