غزني ښار (پژواک ۲۰ تله ۹۲): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نورټپيان دي.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د تلې په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې نښته تېره شپه د ګيلان په دواله سيمه کې رامنځ ته شوه.
د نوموړي په وينا، طالبانو غوښتل د سيمه ييزو پوليسو او ملي پوليسو پر امنيتي پوستو بريد ترسره کړي، چې په دې مهال د ملي اردو ځانګړي ځواکونه سيمې ته ورسېدل.
د سلطاني په خبره، د دوى تر منځ نښته رامنځ ته شوه، چې دوه ساعته يې دوام وکړ او په کې ٢٣ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته، خو امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى رسېدلى.
د سيمې اوسېدونکی محمدشريف وايي، چې له دواړو لورو سره په جګړه کې سپکې او درنې وسلې وکارول شوې.
نوموړى وايي، چې په يوه کور کې د هاوان ګولۍ لګېدلې او د يادې کورنۍ دوه غړي يې ټپيان کړي دي.
که څه هم طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي،د غزني په ګډون په څو ولايتونو کې يې د نښتو او چاودنو په ترڅ کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړلې ده.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن