Language

د ننګرهار د زيتونو فابريکې  د پروسس او توليد چارې پيل شوې دي

جلال اباد (پژواک٣٠ تله ٩٢): د ننګرهار د زيتونو په فابريکه کې يو ځل بيا د پروسس او توليد چارې پيل شوې دي.

د ننګرهار د کانال رييس انجنير زيارت ګل راحل د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له شپږو کلونو ځنډ وروسته يې يو ځل بيا د ننګرهار د زيتونو فابريکې د زيتونو توليد او پروسس پيل کړ.

نوموړى وايي، چې سږ کال به ياده فابريکه د ٣٠ زرو په شاوخوا کې د زيتونو د اچارو او تېلو بوتلونه توليد او بازار ته وړاندې کړي.

په ننګرهار کې د کانال رياست اړوند د زيتونو د اچارو او تېلو د پروسس او توليد فابريکه لسګونه کاله وړاندې د روسيې هېواد له لوري جوړه شوې، چې هغه مهال ياده فابريکه د هېواد لپاره يوه ښه عايداتي سرچينه بلل کېدله.

په ياده فابريکه کې سلګونو کارګرو دنده ترسره کوله، خو له څو لسيزو جګړو راپه دې خوا ياده فابريکه په ټپه درېدلې وه.

د کانال رييس  په وينا، د يادې فابريکې  په فعالېدو سره به سږ کال تر دوو ميليونو افغانيو زيات عايد ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ په يو داسې کار بريالي شو چې له مخې يې دولت او خلکو ته ګټه رسي.))

دى وايي، دوى د يادې فابريکې د پرمختګ لپاره داسې پلانونه په لاره اچولي چې په راتلونکي کال کې به يې عايد لس سلنه لوړ شي.

د نوموړي په وينا، د څو کلونو په جريان کې به ياده فابريکه دې حد ته ورسيږي چې بهر هېواد ته به په زرګونه بوتلونه اچار او تېل صادر کړي.

انجنير راحل وايي، چې په ننګرهار کې د برېښنا نه شتون، د بوتلونو او خامو موادو کمښت هغه څه دي چې دوى يې له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

دى وايي: ((بوتلونه موږ خپل نه لرو، برېښنا نه شته هر څه ګډوډ دي که چېرې دغه ستونزې له منځه ولاړې شي نو ډېر ژر به ياده فابريکه په پښو ودرېږي.))

دى پر کرنې وزارت او يو شمېر نورو مرستندويه موسسو غږ کوي چې د کانال د بيا پر پښو درولو لپاره دې د يادې فابريکې سره مرسته وکړي تر څو په ننګرهار کې يوه زراعتي لويه عايداتي منبع چټکه شي.

بلخواپه ياده فابريکه کې پر دندو بوخت کارګرانو د يادې فابريکې د بيا فعالېدو له امله خوښي ښيي.

هېره دې نه وي چې د زيتونو يادې فابرېکې کلونه پخوا اته زره ټنه د زيتونو تېلو او اچارو د توليد ظرفيت لاره چې د توليد  دغه کچه د پخوا په پرتله شاوخوا ٦٠ سلنه راټيټه شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.