Language

جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې پر يوه کور د  توغندي د لګېدو له امله پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر شپه وسله والو مخالفينو د حصارک پر ولسوالۍ توغندي توغولي وو.

هغه زياته کړه، چې يو توغندى په سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه کور ولګېد، چې له امله يې

دوه ملکي وګړي وژل شوي  او درې نور ژوبل دي.

نوموړي وويل، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او وژل شوي کسان کورنيو ته سپارل شوي دي.

د حصارک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي نعمان پژواک ته وويل، چې د توغندي له امله دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دى وايي، چې په ټپيانو کې يوه ماشومه هم شامله ده.

ده زياته کړه، چې د يوه ټپي روغتيايي حالت خراب دى، خو هغه د حصارک په کلينيک کې دى، بايد د عامې روغتيا روغتون ته ولېږدول شي.

د يادې پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ياده دې وي، حصارک د ننګرهار يوه له هغو ناامنو ولسواليو ده چې وخت ناوخت په کې د دولت او مخالفو وسله والو تر منځ نښتې رامنځته کېږي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.