Language

“د ټاکنو کمېسيون د شخصي عقدې له مخې چلند کړى”

جلال اباد(پژواک ٢ لړم ٩٢ ) : د ننګرهار د ولايتي شورا له لومړني نوملړ څخه ايستل شوي کسان د ټاکنو پر کمېسيون نيوکه کوي، چې دوى يې د شخصي عقدې له مخې له لېست څخه لرې کړي  دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري وړمه ورځ د ننګرهار د ولايتي شورا لپاره د احتمالي کانديدانو لومړنى لېست خپور شو، چې له ١٢٨ تنو څخه د ١١٣ تنو نومونه راغلي او پاتې ١٥ لرې شوي دي.

بلال کريم مومند، چې ځان يې د ننګرهار ولايتي شورا ته نومولى و او له لېست څخه يې نوم ايستل شوى، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ده ټول قانوني مراحل طى کړي وو، خو بيا يې هم نوم له لېست څخه لرې شوى دى.

هغه زياته کړه : (( لاسونه مې په وينو نه دي سره، ځوان يم، د پوهنتون محصل يم، کارتونه مې ورکړي ، خو بيا هم زما نوم لرې شوى دى.))

دى وايي، چې د ټاکنو کمېسيون د مور او مېرې سلوک کړى او د هغو کسانو نومونه يې په لېست کې راوړي ، کوم چې اړيکې لري که زده کړې يې وي او که نه.

مومند وايي ، چې د ننګرهار د ټاکنو خپلواک کمېسيون دفتر ته ورغلى و، خو هغوى ورته وويل، چې لېست په کابل کې برابر شوى دى.

هغه زياته کړه : (( ماته يې ويل، چې کيداى شي ستاسو  کارتونه بل کانديد استعمال کړي وي، دا څوک ثبوت ته رسولى شي، چې ما اول استعمال کړي او که بل  .))

نوموړى وايي، چې په حق کې يې زياتى شوى او د خپل حق غوښتنه به کوي.

ولايتي شورا ته يوبل کانديد محمد زبير خاکسار پژواک اژانس ته وويل، چې دى دوه ديپلومه لري او هم يې  ټاکلي کارتونه برابر کړي وو ،. خو اوس يې له لېست څخه نوم حذف شوى دى.

ده وويل: (( په لېست کې داسې کسان شته چې بيخي بېسواده دي، جنايتکاران دي، لاسونه يې په وينو سره دي، مګر موږ چې سپيڅلي فرهنګيان يو زموږ نوم لرې کوي.))

نوموړى وايي ،چې خپل شکايت يې ثبت کړى او د ټاکنو د کمېسيون پرېکړه ورته د منلو نه ده.

عنايت الله هجرت، چې نوم يې له لومړني لېست څخه لرې شوى پژواک اژانس ته وويل ، چې د ټاکنو کمېسيون د اړيکو له مخې لومړنى لېست خپور کړى دى.

د هغه په وينا، ډېرى جعل کاره اشخاص په لومړني لېست کې راغلي ، مګر دوى چې د ټولنې د خدمت لپاره کانديد شوي  وو او اړيکې يې نه درلودې، نو دوى يې له لېست څخه لرې کړي دي.

نوموړى وايي: (( دا ټاکنې سر له اوسه رڼې نه دي، نو وروسته به څه حال وي.))

هجرت زياتوي ،چې خپل رسمي شکايت يې ثبت کړى او دا موضوع به تر کابله څېړي.

بلخوا د ننګرهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر ډاکټر اجمل اختر پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى لېستونه ټول کابل ته ليږلي او لومړنى لېست په کابل کې جوړ شوى دى.

دى وايي، چې هر تن که چېرې شکايت ولري، نو دوى کولى شي چې شکايت ثبت کړي او دوى يې رسمي کابل ته ليږي.

ډاکټر اجمل وايي: (( که څوک په بل چا هم شکايت ولري، نو کولى شي چې ثبت يې کړي.))

نوموړى وايي، چې اوس نهايي لېست نه دى اعلان شوى کېداى شي د شکايت کوونکي شکايت پر ځاى وي او نوم يې په نهايي لېست کې راشي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.