غزني (پژواک ٦ لړم ٩٢): د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې هغه کس د خلکو له لوري وژل شوى، چې د ريموټ په وسيله يې د واده پر موټر د ماين چاودنه کړې وه.
په ياده ولسوالۍ کې پرون مازديګر مهال د واده پر يوه موټر د ماين چاودنې ١٨ تنه، چې ١٤ په کې ښځې وې، ووژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.
د سيمې اوسېدونکى او قومي مشر څارنوال هيبت شاه پژواک اژانس ته وويل، چې له چاودنې سمدستې وروسته خلکو په يو باغ کې يو کس له ريموټ کنټرول سره ونيو.
نوموړى زياتوي، نيول شوي کس ماين ته چاودنه ورکړې وه او د قهرېدلو خلکو له لوري په وهلو ډبولو ووژل شو.
هغه زياتوي، د واده فلاينکوچ موټر د صاحبخان له کلي سره نږدې پر ماين والوځول شو، چې په ترڅ کې اتلس تنه ووژل شول.
څارنوال هيبت شاه وايي، په وژل شوو کې ١٢ مېرمنې، درې ماشومان او درې سړى شامل دي او زياتوي پنځه مېرمنې ټپيانې شوې هم دي، چې درې يې د کوما په حالت کې دي.
د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال د لړم په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چاودنې اتلس کسه وژلي، چې ١٤ ښځې، يو ماشوم او درې سړي په کې شامل دي.
د ولسوال په وينا، چې پنځه مېرمنې ټپي شوې هم دي او اوس يې د غزني له ملکي روغتونه د ښې درملنې په موخه کابل ته لېږدوي.
ديسيوال زياته کړه، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې او پايلې به يې وروسته په ډاګه شي.
اندړو په ولسوالۍ کې شاوخوا يو کال مخکې د وسله والو طالبانو خلاف پاڅون وشو، په دغه پاڅون کې د صاحبخان کلي خلک هم شامل وو.
ياده ولسوالي له مرکزه سوېل ته په دېرش کيلومترۍ کې پرته ده.
تر دې مهاله د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى، خو چارواکي او د سيمې خلک يې پړه پر وسله والو طالبانو ور اچوي.
خو وسلوالو طالبانو په دې چاودنه کې لاس لرل رد کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دا چاودنه په سيمه کې د سيمييزو پوليسو ترمنځ د خپلمنځيو شخړو له امله رامنځته شوې ده.