Language

“د ړندو لپاره دې په بريل ليک کارتونه او د رايې پاڼې چاپ شي”

مزارشريف (پژواک ٩ لړم ٩٢): د سولې په عالي شورا کې د معلولينو استازى غوښتنه کوي، چې د ړندو معلولينو لپاره دې د دوى په بريل ليک ځانګړي کارتونه او راى پاڼې جوړې شي.

نن (د لړم ٩مه) د مزارشريف په ښار کې د بشري حقونو د کمېسيون د سيمه ييز دفتر له لوري په جوړه شوې غونډه کې د دې ستونزې يادونه وشوه.

د سولې په شورا کې د معلولينو استازى سيدمحمد يزدان پرست وايي، راتلونکې ټاکنې خپلواکې نه دي او د معلولنيو په ځانګړې توګه د ړوندو لپاره کارتونه او د رايې پاڼې نه دې جوړې شوې.

هغه د ټاکنو د کمېسيون دا طرحه چې ړانده معلول دې د بل چا تر نظر لاندې رايه وکاروي رد کړه او زياته يې کړه، چې بايد د ړوندو لپاره په بريل ليک کارتونه او راى پاڼې جوړې شي.

د يزدان پرست په وينا، د ټاکنو کمېسيون د معلولينو پر وړاندې له خپله مسووليته تېښته کړې ده.

د بي بي زينب په نوم يوه معلوله، چې په دې غونډه کې يې ګډون لاره وايي، په تېرو ټاکنو کې يې رايه ورکړه، خو په دې ونه پوهيده چې رايه يې چاته ولاړه.

نوموړې زياتوي، رايه يې د ورور له خوا وکارول شوه او دې ته دا معلومه نه شوه، چې رايه يې د کوم کانديد په صندوق کې ولوېده.

په شمال زون کې د بشري حقونو کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر سيد محمد سامع د معلولينو د دې غوښتنې ملاتړ وکړ او زياته يې کړه، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون دې د ړندو لپاره په بريل ليک ځانګړې کارتونه او رايي پاڼې جوړې کړي.

هغه زياته کړه، چې د ړندو معلولينو لپاره د اسانتياوو برابرول د دوى حق دى.

 په بلخ کې د ټاکنو کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر عزت الله ارمان هم د معلولينو دا غوښتنه پر ځاى بولي او زياتوي، چې تر دې مهاله يې په بريل ليک اسانتياوې نه دې برابرې کړې.

هغه زياته کړه، چې د ټاکنو په ورځ به د ټاکنو کارکوونکي له معلولينو سره مرسته کوي او د دوى د خوښې کانديد د رايې ورکولو په برخه کې به لارښونه ورته کوي.