Language

په غزني کې طالب قوماندان له دووساتونکوسره ووژل شو

غزني ښار(پژواک ۱۱ لړم ۹۲) : په غزني کې چارواکي وايي، چې  په ده يک ولسوالۍ کې طالب قوماندان له دوو ساتونکو سره وژل شوى دى.

د غزني مرستيال والي  علي احمد خاشع  د لړم په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملا رحمت الله مبارز په نامه دغه طالب قوماندان تېره شپه د ملي اردو د عملياتو پر مهال وژل شوى دى.

هغه زياته کړه ، چې دغه قوماندان په ډېرو بريدونو، چاودنو او نا امنيو کې يې لاس درلود.

په غزني کې د۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني هم د ده يک په پايلوچ سيمه کې د ياد قوماندان وژل کېدل تاييد کړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.