غزني (پژواک ۱۲ لړم ۹۲): په غزني ښار کې د نجونو د لويې لېسې (جهان ملکې) يو شمېر زده کوونکې ادعا کوي، چې د عدليې او څارنوالۍ له لوري د عامه پوهاوي په نوم پروګرام کې ورته ناسمې ښوونې کېږي.
د جهان ملکې لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکې زحل تنها پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ ته وايي چې د پلار، مور او يا هم د کور د مشر خبره مه منئ، هر څه چې کوئ دا ستاسې حق دى، افغان دولت او نړيواله ټولنه ستاسې تر شا ولاړه ده او ستاسې ملاتړ کوي.))
زحل زياتوي، دغه کسان غواړي چې افغان کولتور له منځه يوسي او پر ځای يې غربي او پردى کولتور پر ټولنه وتپي.
د دې په خبره: ((دوی ته د عامه پوهاوي تر نوم لاندې ويل کېږي، هر څه چې مو زړه غواړي ويې کړئ، د خپلې خوښې هلک سره مينه وکړئ، په خپله خوښه جامې واغوندئ اوکه چېرې کورنۍ اجازه نه درکوله وتښتئ، ستاسې لپاره د امن خونې شته.))
د دغه ښوونځي يوه بله زده کوونکې رحيمه فروغ هم وايي، دوی ته په دغه درس کې ويل کېږي، چې تاسې بايد په خپله خوښه ژوندوکړئ.
نوموړې وايې، په اسلام کې د ښځې او نارينه حقوق معلوم دي، خو دوی غواړي موږ ګمراه کړي.
د رحيمې په خبره، دوی به هېڅکله د داسې خبرو تر اغېز لاندې را نه شي ، چې خپل کولتور پرېږدي او د پردي هغه تر اغېز لاندې راشي.
د فروغ په خبره، په ورکشاپ کې ورته ويل کېږي، چې تاسې نه بايد د ۱۳ کاله پخوا مېرمنو په شان ژوندوکړئ کولای شئ په ادارو کې رسمي دنده ترسره کړئ.
د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد دا مني، چې له کابله د عدليې او څارنوالۍ له لوري پلاوى راغلی و، چې د جهان ملکې زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو کې عامه پوهاوى ورکړي.
د نوموړي په وينا، د مدني قانون او مېرمنو د حقونو په اړه زده کړې ورکول کېدې، چې په اړه يې موږ ته ځينې شکايتونه راغلل اوس مو دغه روزنيز پروګرام بند کړى دى.
هغه زياتوي، دوى حق نه لري، چې د زده کړو او روزنې پروګرام بند کړي، خو زموږ ټولنيز کولتور اجازه نه راکوي، چې نجونو ته دې دا ډول زده کړې ورکول شي.
د غزني د استيناف څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد د جهان ملکې په لېسه کې له دغه روزنيز پروګرامه ناخبري وښوده.