مزارشريف ( پژواک،١٢ لړم ٩٢):د شمال زون د ولايتي شوراګانو غړو د دغه زون د ولايتي شوراګانو د ستونزو او لاس ته راوړنو د ارزونې په موخه دوه ورځنۍ ناسته پيل کړه.
دغه ناسته د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د لړم په ۱۲مه، د بلخ ولايتي شورا په کوربتوب پيل شوه، چې د شمال زون د پنځو ولايتونو(بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او فارياب) ولايتي شوراګانو غړو په کې برخه اخيستې ده .
په محلي ارګانونو کې د ولايتي شوراګانو د انسجام عمومي رييس سيد احمد خاموش وويل، د دې لپاره، چې د ولايتي شوراګانو د اوسنيو غړيو وروستی کال دی، نو د تېرو اتو کلونو په موده کې د دغو شوراګانو د لاس ته راوړنو او ستونزو په هکله د ورته غونډې جوړېدل اړين وو.
د نوموړي په وينا، په ياده غونډه کې به د ولايتي شوراګانو د قانون په اړه هم بحث کېږي، چې د جوړېدو په حال کې دی.
نوموړي زياته کړه، په تېرو اتو کلونو کې د افغانستان ولايتي شوراګانو لاس ته راوړنې هم لرلې او نيمګړتياوې هم .
د هغه په وينا، په ځينو ولايتونو کې د ولايتي شورا د سمې څارنې له امله د دولتي چارواکو کړنې ښې شوې دي؛ خو په ځينو ولايتونو کې يې بيا ستونزې هم پيدا کړې دي.
خاموش زياتوي ، د ولايتي شوراګانو يوه ستونزه دا هم وه، چې اداري برخه يې نه لرله، له همدې امله يې هم ځينې چارې ټکنۍ تر سره شوې دي.
نوموړي زياته کړه، داسې شوراګانې هم شته، چې سلسله وارې ناستې نه تر سره کوي، چې په قانون کې هم ورته د مجازاتو يادونه، نه وه شوې.
د هغه په وينا، د همداسې ستونزو د حل په موخه د شمال زون د ولايتي شوراګانو غړي سره غونډ دي، چې د حل لاره ورته ولټول شي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد پژواک ته وويل، دغه ناسته د شمال زون د ولايتي شوراګانو تر منځ د همغږيتوب رامنځ ته کول او د ستونزو شريکولو په موخه جوړه شوې ده.
نوموړي زياته کړه، د ولايتي شوراګانو پر جوړېدونکي قانون باندې بحث پکار دی، چې په روانو دوه ورځو کې تر سره شي.
حديد وويل: ((د ولايتي شوراګانو له قانون څخه نظارت کلمه لرې کړای شوې ده، چې له دې سره به د ولايتي شوراګانو حيثيت او دندې تر پوښتنې لاندې راشي.))
نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي ، چې د ولايتي شوراګانو قانون د افغانستان په ګټه او د ولايتي شوراګانو له حيثيت سره برابر وي.
د سرپل د ولايتي شورا رييس اسدالله خُرم وويل، ورته ناستې خورا ګټورې دي، چې د يو بل له چارو خبرېږي او له يو بل څخه رنګ اخلي.
نوموړي زياته کړه، دوی په سرپل ولايت کې له دولتي چارو څخه څار کوي او تر دې دمه يې خپلې چارې په سمه توګه تر سره کړې دي.
تېر کال د شمال زون په کچه د ولايتي شوراګانو د ا نسجام مجتمع رامنځ ته شوه، چې تر دې دمه يې درې ګډې ناستې کړې دي.