Language

د غزني بزګر د زعفرانو په برخه کې روزنې ته اړتيا لري

غزني ښار (پژواک ۱۵ لړم ۹۲): د غزني د کرنې رياست چارواکي او يو شمېر بزګر وايي، چې په دغه ولايت کې د زعفرانو کښت ښه نتيجه ورکړې، نو ځکه يې خلکو د زعفرانو کښت ته مخه کړې ده.

د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ يو بزګر ګلاب الدين، چې تېر کال يې پر درى جريبه ځمکه د نمونې په ډول زعفران کرلي وو وايي، چې کښت يې ښه حاصلات ورکړل او راتلونکى کال به يې هم وکري.

 نوموړي پژواک اژانس ته وويل :((يوه ستونزه لرو او هغه د زعفرانو د کرنې او ساتنې په اړه د معلوماتو نشتوالى دى، په دې برخه کې بايد د کرنې رياست بزګرو ته روزنه او معلومات ورکړي.))

ګلاب الدين زياتوي، که د کرنې رياست په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي څو په راتلونکې کې د دغه بوټي کرنې ته پاملرنه ډېره شي او د خلکو اقتصاد به ورسره وغوړېږي.

د غزني د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکی اختر محمد هم له هغو بزګرو دى، چې تېر کال يې پر خپله ځمکه د نمونې په توګه زعفران کرلي وو.

نوموړى وايي، چې د زعفرانو د بوټو مرسته دې ورسره وشي، تر څو يې خلک کرلو ته وهڅول شي.

د ده په خبره، تېر کال يې زعفران کرلي وو، اوس د سيمې د نورو بزګرو هم لېوالتيا زياته شوې، چې په خپلو ځمکو کې زعفران وکري.

 د غزني ښار اوسېدونکى محمد انور هم وايي، چې تېر کال يې زعفران کرلي وو او په نوي کال کې يې د زعفرانو کښت ته ځمکه او تخم تيار کړي دي.

د نوموړي په خبره، تېر کال يې له يو جريبه ځمکې څخه له يو نيم تر دوه کيلوګرامو پورې زعفران  څلور  لاس ته راوړل .

ده زياته کړه، غنم ډېر حاصلات نه ورکوي او ان بزګر له سره په کې تاواني کېږي.

د غزني د کرنې رييس سلطان حسين عباسيار هم تاييدوي ، چې د زعفرانو کښت په غزني کې ښه پايله ورکړې او په پام کې لري، چې په نوي کال کې ٦٠ ټنه زعفران وکري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، غزني ښېرازې ځمکې او په زړه پورې هوا او اوبه لري، دا هر څه د زعفرانو کښت ته ډېر اړين دي.

عباسيار وايي، د زعفرانو د کښت او کرنې د معلوماتو په اړه يې ٤٠٠ ټوکه کتابونه راوړي او پر هغو ځمکوالو به يې ووېشي، چې لوستي وي.

نوموړى وايي، په پام کې لرې د بزګرو لپاره يو روزنيز کورس هم پرانيزي او د زعفرانو د کرنې په اړه پوهه ورکړي.

زعفران يو نيمه ګرمسير بوټى دى او په هغو سيمو کې ښه وده کوي، چې ملايم ژمى، وچ او تود اوړى ولري.

زعفران يو دوايي بوټى دى، چې د درملو په جوړولو، په ځينو خوړو کې د خوند او رنګ لپاره ترې کار اخيستل کېږي.

دغه بوټى د لړم مياشتې په وروستيو او د ليندۍ مياشتې په لومړيو کې ګل کوي، خو حاصل يې سهار وختي د لمر له راختو مخکې راټولېږي.

 

Related Topics