غزني ښار(پژواک، ۱۸ لړم ۹۲): چارواکي وايي، د غزني د۲۰۱۳ کال لوى مراسم، چې غزني ښار به په کې د اسلامي تمدن او فرهنګ پلازمېنه ونومول شي د مشورتي لويې جرګې له امله وځنډول شول.
د اسلامي تمدن د پلازمېنې لومړني مراسم د روان لمريز کال د وري په ٢٤مه تر سره شول ،خو وروستي هغه يې په پام کې و، چې د لړم مياشتې په ٣٠مه تر سره شي.
خو د غزني د والي وياند شفيق ننګ وايي، چې د اسلامي تمدن د پلازمېنې مراسم د نامعلوم وخت لپاره ځنډول شوي دي.
هغه زياته کړه،د ٢٠١٣ کال وروستي مراسم به له امريکا سره د امنيتي سند په اړه د جوړېدونکې مشورتې لويې جرګې تر پاى ته رسېدو وروسته تر سره شي.
خو د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي د دې مراسمو د ځنډېدو د لامل په اړه ناخبري وښوده او زياته يې کړه، دغه مراسم به له ټاکل شوې نيټې وروسته په بل وخت کې تر سره شي.
د غزني اوسېدونکي بيا وايي، چې دولت بايد د خلکو لپاره دا ډول د وياړ مراسم و نه ځنډوي.
د غزني ښار اوسيدونکي نجيب الله پژواک ته وويل، فکر نه کوي چې دا مراسم دې تر سره شي، ځکه چارواکو تل خلکو ته بهانې او غولوونکې خبرې کړې دي.
د غزني ښار يو بل اوسېدونکى محمد اکرم وايي، ښايي د امنيتي اندېښنو له امله به دا مراسم ځنډېدلي وي.
د ده په خبره، څو ورځې مخکې د تياري د غونډې د پيل پر مهال د ولايت پر ودانۍ دوه راکټونه وويشتل شول، چې د هغې ورځې غونډه يې ګډه وډه کړه.
غزني ښار په ٢٠٠٧ کال د ليبيا په طرابلس کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ وزيرانو په ګډه غونډه کې د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي تمدن او فرهنګ پلازمېنه ونومول شو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن