Language

سږکال په کونړ او ننګرهار کې د ګوزڼ ٩ مثبتې پېښې ثبت شوي

جلال اباد (پژواک  ١٨لړم٩٢): په ختيځ کې د عامې  روغتيا چارواکي وايي ، چې سږ کال په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د پوليو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه څرګندونې نن د لړم په ١٨مه په ختيځو ولايتونو کې د پوليو پر ضد د درې ورځني کمپاين د پيل په مراسمو کې د عامې روغتيا چارواکو وکړې.

 ددغه کمپاين د پرانېستې په مراسمو کې د ننګرهار د عامې روغتيا مرستيالې ډاکټرې مقدسې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د پوليو مثبتې ٩ پېښې ثبت شوې دي.

هغې زياته کړه ،چې درې پېښې د ننګرهار په بټي کوټ، غني خېلو او لالپورې  ولسواليو کې ليدل شوي او شپږ  نورې د کونړ په نرنګ،خاص کونړ،وټه پور کې ثبت شوې دي.

نوموړې زياته کړه ، چې د دغو پېښو يواځينى لامل نا امني او له سرحد څخه د يو شمېر کډوالو راتګ دى.

ډاکټرې مقدسې وويل ، چې دغه کمپاين به درې ورځې وخت ونيسي، چې له پنځو سوه زرو څخه به زياتو ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکړل شي.

نوموړې پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې په دغه کمپاين کې له دوى سره مرسته وکړي او پراخه ونډه په کې واخلي.

ډاکترې مقدسې وويل: ((که په افغانستان او يا بل ګاونډي هېواد کې د ګوزڼ ضد مثبته پېښه وليدل شي بايد په شريکه سره يې له منځه يوسو، ځکه دغه پېښې بيا بل هېواد ته هم مشکل پيدا کوي اوموږ يې اوس شاهدان يو.))

د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل ډاکټر عبدالقهار لودين هم پر ټولو هېواد والو غږ وکړ، چې د پوليو پر ضد د واکسين په کمپاين کې دې د عامې روغتيا له رضا کارانو سره مرسته وکړي، تر څو يې ماشومان له راتلونکو خطرونو خوندي وي.

ياده دې وي، چې تېر کال د ننګرهار په سرحدي سيمه او په کونړ ولايت کې د پوليو څلور مثبتې پېښې ليدل شوې وې.

بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى د عامې روغتيا چارواکو ته ويلي، چې په کومو سيمو کې که امنيتي ستونزې وي، نو له دوى سره دې شريکې کړي او دوى به د کمپاين ټيم هرې سيمې ته وليږدوي.

 

نوموړى وايي: (( زه په پوره ډاډ سره ويلى شم، چې د پوليو لپاره موږ په ننګرهار کې هېڅ ستونزه نه لرو.))

 

قوماندان وايي ، چې دوى به يو ځل  بيا د عامې روغتيا له چارواکو سره خبرې وکړي، تر څو په هغو ناامنه سيمو کې ، چې د پوليو کمپاين  پلي کول په کې ستونزمن دي ، ددغه   کمپاين  پلي کولو ته لارې چارې برابرې کړي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.