کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٢) : د کانونو په اړه يوه نړيواله ويب پاڼه وايي، شپږو هندي کمپنيو پرېکړه کړې، چې د ناامنۍ له امله د افغانستان د وسپنې دکان په استخراج کې به دخپلې پانګونې کچه راټيټه کړي.
د کانونو په نوم په دغه ويب پاڼه کې ، چې د جنوبي افريقا دولتي ويب پاڼه ده، را غلي ، چې په افغانستان کې د وسپنې او فولادو کنسرسيوم هندي کمپنۍ ويلي، چې د باميانو د حاجيګک د وسپنې کان د استخراج په برخه کې اعلان شوې خپله ١١ ميليارده ډالره پانګونه به ١.٥ ميليارده ډالرو ته راټيټه کړي.
ويب پاڼه زياتوي ، دغو شپږو هندي کمپنيو خپلو دوو تنو نږدې سرچينو ته د حاجيګک په کان کې د پانګونې د راټيټدو لامل په افغانستان کې ناامني په ګوته کړې ده.
سرچينه همدا راز وايي، د کنسرسيوم کمپنۍ يو تن مسوول سي اس ورما ويلي ، چې تر دې دمه د حاجيګک د وسپنې د تړون په برخه کې کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
د ويب پاڼې په حواله، له بل پلوه په هند کې د فولادو د کارخانو يوه ګروپ پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې د فولادو يوه فابريکه جوړه کړي، چې هر کال ١.٥ ميليون ټنه وسپنه پروسس کړي، ترڅو د دغه هېواد د وسپنې کورنۍ اړتيا پوره کړي.
سرچينه د کنسرسيوم کمپنۍ د مسوول له خولې وايي، د فولادو دکمپنيو دغه ګروپ په دې برخه کې د هند له حکومت څخه د ٧.٨ ميليارده ډالرو پور غوښتنه کړې ، چې د هند حکومت له لوري د دې ګروپ غوښتنه تر څېړنې لاندې ده.
سرچينه زياتوى، چې که له يوې خوا په افغانستان کې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي، له بلې خوا له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل د هندي کمپنيو د پانګونې دکچې د کمېدو سبب شوي، چې له امله يې د حاجيګک کان د استخراج په اړه ستونزې راپيدا کړې دي.
خو د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وياند محمدرفيع رفيق صديقي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د دې څرګندونو د رد ترڅنګ وويل: (( له کنسرسيوم کمپنۍ سره زموږ خبرې اترې روانې دي، چې په زياتو برخو يې هوکړه شوې او تردې دمه کومه ستونزه ورسره نشته.))
د وسپنې دغه کان، چې په ١٠٠ کيلومترۍ کې د کابل غرب لوري ته پروت دى، نږدې ١.٨ ميليارده ټنه اوسپنه لري.
افغانستان د بېلابېلو کانونو په درلودلو سره يو غني هېواد دى، چې د استخراج او پروسس لپاره يې نږدې ٣٠ ميليارده ډالرو ته اړتيا ده، ترڅو له دې لارې په اقتصادي برخه کې وده وکړي.
هندوستان ، چې له ٢٠٠٢ ميلادې کال راهيسې افغانستان سره له يو ميليارد ډالرو زياتې مرستې کړې دي، غواړي، د افغانستان د کانونو په برخه کې، چې د امريکا د متحده ايالاتو د ځمکې پېژندنې ادارې له خوا د يو تريليون ډالرو په ارزښت اټکل شوي، له چين سره خپله سيالي ترسره کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن