جلال اباد(پژواک٣٠لړم٩٢): د تورخم – جلال اباد پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله د يوې ښځې او ماشوم په ګډون اوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او دوه نور سخت ټپيان دي.
د ننګرهار د ترافيکو مدير سمونوال اسدالله يوسفزي د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار شاوخوا اووه بجې د تورخم- جلال اباد پر لويه لار د غازي امان الله خان مېنې ته څېرمه د يوه کرولا ډوله او ټېلر موټر تر منځ د ټکر له امله اووه تنه سپرليو خپل ژوند له لاسه ورکړى او دوه نور شديد ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې د کرولا د موټرچلوونکي د بې احتياطۍ له امله دغه ترافيکي پېښه رامنځته شوې، چې درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
نوموړى وايي ، چې سيمې ته رسېدلى او پېښه يې په خپله له نږدې څخه بررسي کړې ده.
عاشق الله رسولي ، چې د غازي امان الله خان په پارک کې دوکان لري وايي ، چې کرولا له تورخم څخه د جلال اباد پر لور روان و، اوټيلر موټر له جلال اباد څخه د تورخم پر لور روان و ،چې د دواړو تر منځ ټکر رامنځته شو.
دى وايي ، چې په وژل شويو کسانو کې يوه ښځه او يو ماشوم شامل دي.
د عامې روغتيا د مرکزي روغتون يوه ډاکټر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى ته تر دې مهاله څلور جسدونه ور وړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې وژل شوي کسان ټول نارينه دي، چې ټولو يې د ټکر په وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د ننګرهار د ترافيکو مديريت د معلوماتو له مخې، په تېرې يوې مياشتې کې له ٣٠ زياتې ترافيکي پېښې رامنځته شوي، چې له ٩٠ زياتو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.