Language

 جلال اباد (پژواک ٣ ليندۍ ٩٢): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې چاودنې دوه زده کوونکي ووژل.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د ليندۍ په دريمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار اته بجې او لس دقيقې د جلال اباد ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د مجبور اباد په سيمه کې د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه، چې د چاودنې له امله دوه زده کوونکي ټپيان شوي وو، چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د نوموړي په وينا، چاودنه په سيمه کې  د ملي اردو د پوستې  په شل مترۍ کې شوې ده.

د ننګرهار د ملکي روغتون نوکريوال ډاکټر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پېښې له سيمې ورته دوه ټپيان ور وړل شوي، چې وروسته يې ساه ورکړه.

په ختيځ کې د ملي اردو ٢٠١ سيلاب قول اردو سرچينې وايي چې په دې چاودنه کې درې سرتېري هم ټپيان شوي دي.

د يادې پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو ډېرى وخت د دا ډول پېښو پړه افغان حکومت پر وسله والو مخالفينو ور اچوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.