غزني ښار(پژواک، ۳ ليندۍ ۹۲): د غزني يو شمېر چارواکي او خلک وايي، چې دولت په تېرو اتو کلونوکې ونه توانېد، چې د علي لالا ښارګوټي نومرې په مستحقو کسانو ووېشي.
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، يو شمېر مافيايي ډلې نه غواړي ، چي دغه ښارګوټی دې توزيع شي،تر څو مستحق کسان د ځمکو نومرې ترلاسه کړي.
نوموړي زياته کړه، چې په غزني کې دولت د مافيا پر وړاندې کمزوری دى او د دې ښارګوټي د ځمکود وېش اقدام نه شي کولى.
احمدي زياتوي، اوسمهال هم د دې ښارګوټي ډيرى ځمکې نيول شوي، خو له څو کلونو د دې ښارګوټي د نومرو تر لاسه کولو لپاره د خلکو عريضې را روانې دي.
د غزني د ولايتي شورا غړی نادرخان ګيرووال هم وايي، په غزني کې مافيا نه غواړي دغه ځمکې وويشل شي، بلکې غواړې د دې ښارګوټي پر ځمکو خېټه واچوي.
ګيروال زياتوي، په غزني کې تر دې مخکې هم ډيرې ځمکې غصب شوي او دولت يې ننداره کوي او دولت ته اجازه نه ورکوي ، چې دغه ځمکې خلکو ته ووېشل شي د ده په وينا، چې ډير ژر به دا کسان افشا کړي.
د غزني ښار يو اوسېدونکی جان محمد چې څو ځلې يې په دې ښارګوټي کې د نومرې د تر لاسه کولو په موخه عريضه ورکړې وايي، چې ناهيلى شوى او هيڅکله به هم په دې ښارګوټي کې نومره تر لاسه نه کړي.
جان محمد پژواک خبري اژانس ته وويل: (( اته کاله کيږي چارواکي وايي نن يې توزيع کوو، سبا يې توزيع کوو په دې خبرو خلک تېرباسي په داسې حال کې ، چې ځمکه زورواکو لاندې کړه.))
د غزني ښار يو بل اوسېدونکی اسماعيل بيا وايي، په دغه ښارګوټي کې زياته ځمکه د عامو خلکو ده، اسماعيل چي قباله يې په لاس کې نيولې وه پژواک خبري اژانس ته وويل:(( دلته زما دوولس جريبه ځمکه ده، دا ځمکه ټوله لاندې شوې او د عامو خلکو حق تر پښولاندې شوی.))
په داسې حال کې، چې د غزني والي او د ځمکو د توزيع د کمېسيون مشر موسى خان اکبرزاده، څه موده مخکې خبريالانو ته ويلي و، چې د ښارګوټي ټول کار خلاص شوی او ډير ژر به يې ځمکې ووېشل شي.
علي لالا ښارګوټى د غزني ښار په سوېل کې شاوخوا اته کيلومتره لرې پروت دى، چې تر دې مهاله په کې يواځې د يو روغتون،يوه تخنيکي ښوونځي او يوې دينې مدرسې ودانۍ جوړې شوي او نوره ځمکه نه ده وېشل شوې.