Language

دوى دغه څرګندونۍ د ليندۍ په ٥مه له مجازاتو څخه د خونديتوب د فرهنګ د پاى ته رسولو د نړيوالې ورځې د نمانځې په مناسبت د يوې غونډې پر مهال وکړې.

د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې مشر پوهندوى لعل پاچا ازمون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د ژورنالېستانو پر وړاندې ګڼې ستونزې راولاړې شوې او ياده سيمه د ژورنالېستانو لپاره يوه له ستونزو ډکه سيمه ده.

هغه زياته کړه: ((په دې وروستيو کې موږ ښکاره بېلګې لرو، پر همېشه بهار راډيو بريد، د تورخم-جلال اباد پر لويه لار پر ژورنالېستانو بريد دا هغه څه دي چې موږ يې اندېښمن کړي يو.))

ازمون وويل، چې په افغانستان کې له لسو زيات کورني او بهرني خبريالان د حقايقو پر راښکاره کولو په هدفي وژنو او په جګړو کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په يادو وژل شوو خبريالانو کې يې د ډېرو کمو قضيې څېړل شوې او پاتې ټولې يې پر خپل ځاى پاتې شوې دي.

نوموړي دا هم وويل، چې د وژل شوو خبريالانو کورنۍ اوس مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي مګر تر اوسه پورې يې هېڅ چا غم نه دى خوړلى.

ده زياته کړه: ((ژورنالېست ووژني، ويې وهي او بيا هم ښکاره ګرځي، بايد دا فرهنګ له منځه لاړ شي او د مجازاتو فرهنګ وده وکړي.))

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم وايي، چې په افغانستان کې د ژورنالېستانو پر وړاندې که ستونزې موجودې دي له يوې خوا د ولس او چارواکو د عامه پوهاوي کچه ټيټه ده او له بلې خوا يو شمېر ژورنالېستان هم غېرې مسلکي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته دا تاييد کړه چې په ننګرهار کې هم د ژورنالېستانو پر وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي، چې د حل په برخه کې يې بايد بېلابېلې ټولنې د دوى تر څنګ مرسته وکړي.

په ننګرهار کې د اريانا تلويزون خبريال رحمت الله زيارمل وايي، چې ژورنالېست په ټولنه کې د واقعيتونو او حقيقتونو د رابرسېره کولو په لاره کې د قربانۍ نوم دى او ډېرى وخت د حقيقت په رابرسېره کولو کې همدوى قرباني کېږي.

ده وويل: ((همدا ژورنالېست دى چې مشکلات او ستونزې رابرسېره کوي او د حل په موخه يې لارې چارې وړاندې کوي.))

نوموړى وايي، ډېرى وخت ژورنالېست په پېښه کې وځورول شي خو بيا يې هم عامل ته مجازات نه ورکول کېږي.

دغه راز د هلمند ژورناليستانو له دولت څخه معلوماتو ته د لاس رسي ترڅنګ هغه دولتي مسوولينو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه، چې ژورناليستان  يې ځورولي او وژلي دي.

دغه څرګندونې د دې ولايت دولتي او ازادو خبريالانو د ليندۍ په ٥مه په يوه  ګډه  غونډه کې وکړي،چې په تېرو څو کلونو کې په  بيلابيلو ډولونو ژورناليستان ځورول شوي دي.

خپلواک خبريال احمد نويد نظري وويل، په تيرو شلو کلونوکې ٤٠  تنه  خبريالان وژل شوي دي چې ٢٤ تنه  يې په هدفي پيښو کې او ١٦ تنه  يې په جګړو،د ماين په چاودنو او نورو  پيښوکې خپل ژوند له لاسه ورکړى .

نوموړي وويل، له دې جملې د يو شمير ژورناليستانو د وژلواو ګواښلو په موخه  کسان پيژندل شوي دي خو اړونده ادارې د دې پرځاى چې سزا ورته واور وي  بخښنه ورته کوي.

د هلمند دولتي راډيو تلويزيون امر حيات  الله  داوري وويل، ژورناليستان د خلکو د ژوند دښه کولو او د هغوى د ستونزو د هوارولو لپاره کار کوي چې له مخې يې بيا دوى خپله ځورول  اوګواښل کيږي.

نوموړي له دولتي مسوولينو او ټولو خواو غوښتنه وکړه چې د بيان ازادۍ ته وده ورکړي او په ستونزمنو حالاتو کې د خبريالانو  مرسته وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.