مزارشریف )پژواک،٥ ليندۍ ٩٢): په مزار شریف کې د ودان پراختیايي موسسې مسوول وايي، چې د افغانستان د سولې پروسه یو طرفه ده او که همداسې روانه وي، نو د پام وړ پایله به ونه لري.
د يادې موسسې مسوول محمد ایاز ترنک، دغه څرګندوې تلپاتې سولې او عدالت ته د لاسرسي په غونډه کې، چې د بلخ په مرکز مزارشریف کې جوړه شوې وه، وکړې.
ترنک زیاته کړه، چې افغان دولت بار بار پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې د سولې په پروسه کې ګډون وکړي، خو د هغوی له لوري یې کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی، نو ځکه ویلای شي چې دا پروسه یو طرفه ده او تر هغې چې مخالفین سولې ته غاړه کېنږدي، نو بې پایلې به وي.
سولې او عدالت ته د لاسرسي په پروګرام کې د بلخ ولایت د ۶۰ کلیو او ناحیو قومي مشرانو، دیني علماوو او مېرمنو ګډون کړی وو، چې د مسوولینو په وینا، له دغه پروګرم څخه یې موخه د سولې په راوستو کې د خلکو د نقش ترسره کول دي.
ایاز ترنک له افغان دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د سولې روانه پروسه کې دې بدلونونه راولي او د نړیوالو له شتون څخه په ګټې اخیستو دې وسله وال سولې ته وهڅوي.
د بلخ ولایت د حج او اوقافو ریاست غړي مولوي محمد ظاهر حسیني د غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وویل، چې سوله د نړۍ او بشریت تر ټولو ستره اړتیا ده، نو باید خلک یې په رامنځته کولو کې هڅې وکړي.
هغه پر دیني عالمانو هم غږ وکړ چې په افغانستان کې د روانې جګړې د درولو لپاره ګامونه پوره کړي، که نه نو خلکو ته به ډېر زیانونه رسیږي.
د ښځو لپاره د ښځو د دفتر مسوولې ریحانې کریمي پژواک ته وویل، چې په افغانستان کې د جنګ ډېری قربانیان مېرمنې دي، نو له ټولو نه لومړى دوی سولې او ثبات ته اړتیا لري.
هغې زیاته کړه، چې دولت باید د نړیوالو له فرصتونو څخه په استفادې سره سوله راولي.
د مېرمن کریمي په وینا، که سوله رانه شي، نو د افغانستان تېرې دولس کلنې لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي.
د يادونې وړ ده، چې د سولې او عدالت د تامین دغه پروګرام د ودان پراختیایي موسسې له خوا د امریکا متحده ایالاتو په مالي مرسته جوړ شوی وو.