جلال اباد (پژواک٦ ليندۍ٩٢): په نورستان ولايت کې د قيمتي ډبرو ګڼ کانونه شته خو د نا امنيو له امله حکومت پرې خپل کنټرول له لاسه ورکړى او ناقانونه کيندنې يې ٤٠ سلنه برخه زيانمنوي.
د نورستان د کانونو رييس انجنير عاشق الله همکار وايي چې که دولت ورته امکانات برابر او په ياد ولايت کې امنيت راولي نو د ټول افغانستان بوديجه يوازې د نورستان له کانونو پوره کېداى شي.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکې کې وويل، چې د نورستان په لوېشت، لوېشت ځمکه کې د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو کانونه شتون لري، خو هغې ته د نه لاسرسي تر ټولو ستر لامل په دغه ولايت کې نا امني ده.
همکار زياتوي: ((د نورستان پر مرکز سربېره په ټولو ولسواليو کې د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو کانونه موجود دي، خو د نا امنۍ له وجې موږ ورته لاسرسى نه لرو.))
د کانونو رييس زياتوي، چې په نورستان کې بيروچ، ياقوت، زمرد، انار دانه او نورې قيمتي ډبرې او منرالونه په ډېره پراخه پيمانه موندل کېږي خو تر اوسه پورې دولت ترې هېڅ ګټه نه ده پورته کړې.
نوموړي وويل، چې سږ کال د دوى د رياست لپاره نوى تشکيل منظور شوى، خود ده په خبره، دوى لا هم د تشکيل په برخه کې ستونزې لري.
د همکار په وينا، يو شمېر نورې قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې او کانونه هم په نورستان کې شته خو د پرسونل او امنيت د نه شتون له امله دوى په يادو کانونو کې کار نه دى کړى.
هغه زياته کړه: ((ځينې داسې قيمتي ډبرې شته چې تر اوسه پورې نه دې کشف شوې، زه پوهېږم چې دلته لسګونه ډوله کانونه موجود دي، خو امکانات نشته.))
دى وايي، چې په دې وروستيو کې يو شمېر ډبرې موندل شوې خو د ده په وينا تر اوسه دوى نه دي پوه چې دا څه دي او په کومو برخو کې کارول کېږي.
د نورستان د کانونو رييس دا هم وايي، په نورستان کې داسې کانونه موجود دي چې د عامو وګړو له لوري يې کيندنه له تېرو لسو کلونو راهيسې روانه ده.
ده وويل، اوس يې لوړو پوړو چارواکو ته وړانديز کړى، له نورستان ولايته چې کومې قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې وړل کېږي، بايد ګمرکي ټيکس يې په همدغه ولايت کې تحويل شي.
همکار وايي: ((اوس دغه ټيکسونه په کونړ او لغمان ولايتونو کې اخيستل کېږي، خو موږ غواړو چې په همدغه ولايت کې يې ترې واخلو.))
دى وايي، چې په دې کار سره به له يوې خوا د دغه ولايت عوايدو کچه لوړه شي او له بلې خوا به دوى د قميتي ډبرو د استخراج له اندازې خبر شي.
د نورستان د کانونو رييس وايي، چې په دې وروستيو کې يې په مرکز کې درې نوي کانونه کشف کړي خو تر اوسه پورې دوى ته د يادو موادو د نوم او کيفيت په اړه معلومات نشته او بېلګې يې وزارت ته استول شوې دي.
نوموړي دا هم وويل. چې دوى د روان کال په جريان کې د شپږ لکه افغانيو په ارزښت قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې پلورلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP