جلال اباد(پژواک ٧ ليندۍ٩٢): په ننګرهار کې مدني ټولنو د يوه لاريون په ترڅ کې له برېښنايي تذکرو د افغان او اسلام د کلمو لرې کول په کلکه وغندل.
د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې د مدني ټولنو، ولايتي شورا غړو او لسګونو ځوانانو د د ليندۍ په ٧مه، د يوه لاريون په ترڅ د مشرانو جرګې هغه پرېکړه چې له مخې يې له برېښنايي تذکرو څخه د افغان او اسلام کلمه لرې کړې ده په کلکه وغندله.
د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تذکره کې بايد د افغان او اسلام کلمې موجودې وي او په هېڅ صورت ياده کړنه دوى ته د منلو وړ نه ده.
هغه زياته کړه: ((موږ مسلمانان او افغانان يو، که په تذکره کې افغان ونه ليکو، نو زموږ هويت
ورک کېږي، ايا موږ پنجابيان يا روسان يو؟))
زمري ادعا وکړه، چې په مشرانو جرګه کې ډېرى کسان بې سواده دي او هغوى پر حقوقي مسايلو نه پوهېږي.
د ده په وينا، چې د مشرانو جرګې فيصله بېخي د افغانانو په تاوان ده او لومړى بايد دوى د خلکو له حقونو ځان خبر او بيا دا ډول فيصلې وکړي.
د با شعور افغان ټولنې مشر صبغت الله حنفي پژواک اژانس ته وويل، چې نن يې د مشرانو جرګې د ناسمې پرېکړې په اړه لاريون کړى او په هېڅ صورت دوى ياده پرېکړه نه مني.
نوموړى زياتوي، چې په مشرانو جرګه کې يو شمېر اشخاصو د شخصي ګټو په خاطر يې ياده فيصله کړې ده.
ده وويل: ((کومو کسانو چې دا فيصله کړې دا بايد محکمې ته راکش شي.))
د حنيفي په وينا، که چېرې په برېښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام کلمه ځاى پر ځاى نه شي نو دوى به په راتلونکو ټاکنو کې ونډه وانخلي.
د لاريون په پاى کې د لاريون کوونکو له لوري يو پنځه ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر شو، چې له مخې يې مرکزي ادارې ته ګواښ شوى و، چې که له تذکرو څخه د افغان او اسلام کلمې لري شي نو يادې تذکرې به ترلاسه نه کړي.
په پرېکړه ليک کې ويل شوي وو چې مشرانو جرګه دې خپله فيصله بېرته واخلي ګني دوى به لاريونونو ته دوام ورکړي.
څو ورځې مخکې مشرانو جرګې د نفوسو د احوال د ثبت قانون مصوبې نور مواد تاييد کړل، خو پرېکړه يې وکړه چې پر برېښنايي تذکره دې تخلص، دين او د افغان کلمه يو هم نه ليکل کېږي.
عدليې وزارت د روان کال د وري په مياشت کې د نفوسو د احوال د ثبت قانون مسوده په ٧ فصلونو او ٣٩ مادو کې ولسي جرګې ته وړاندې کړه او ولسي جرګې له يو لړ تعديلونو وروسته په دې اړه خپله مصوبه د غبرګولي په ٢٩مه د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته واستوله.
حکومت وړانديز کړى و، چې پر تذکره دې نوم، د پلار نوم، د نيکه نوم، د زېږېدو نېټه، اصلي او اوسنى هستوګنځاى وليکل شي.
خو ولسي جرګې په دې اړه چې پر تذکره دې د مليت ذکر وشي او که نه، تر سختو او اوږدو ناندريو وروسته يې پرېکړه وکړه، چې د حکومت له وړانديز سره موافق دي، خو تخلص او دين دې هم پر تذکره وليکل شي.
دغه راز ولسي جرګې پرېکړه کړې وه، چې د مليت تر څنګ دې د شخص نور مشخصات د تذکرې په ډيتابېس کې وليکل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP