Language

د پاکستانۍ غاليو په نامه د افغانۍ غاليو د صادراتو  مخنيوى کيږي

مزارشريف (پژواک،١١ ليندۍ ٩٢): دبلخ ولايت مرکز مزارشريف ښارکې د غاليود صنعت د اسانتياوو برابرولو له لارې، نړيوال مارکېټ ته د پاکستانۍ غاليو په نامه د افغانۍ غاليو د صادراتو د مخنيوي په موخه هڅې پيل شوې دي.

د شمال زون د غاليو اوبدونکو او سوداګرو د ټولنې چارواکي وايي، چې د غاليو صنعت په دې وروستيو کې د افغانانو په ملي صنعت بدل شوی دی؛ خو لا هم د تخنيکي اسانتياوو د نه لرلو له امله څه باندې ۵۰ سلنه افغاني غالۍ د پاکستانۍ غاليو په نامه د پاکستان له لارې نړيوال مارکېټ ته  صادرېږي.

د دغې ټولنې مشر عبدالستار بېکزاد د ليندۍ په ۱۱مه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې پخوا به د غاليو صنعت يواځې د هېواد شمال پورې رالنډ و او په شمال کې به يواځې يو قوم دغه صنعت پر مخ وړلو.

نوموړي زياته کړه: ((اوس د قالينو صنعت د افغانستان ملي صنعت دی، يعنې هر قوم اوس د قالينو د اوبدلو او سوداګرۍ ته لاس اچولی دی.))

د هغه په وينا، د غاليو صنعت ۹۵ سلنه د ښځو له لارې پر مخ وړل کېږي، چې په ټول هېواد کې د غاليو څه باندې درې ميليونه اوبدونکي شته دي، چې ۷۰سلنه يې شمال پورې تړاو لري.

بېکزاد وويل، چې د شمال په دوه ولايتونو فارياب او جوزجان کې د غاليو صنعت ډېر دی، خو   زياته  يې کړه، چې دولت د غاليو صنعت ته هغه ډول پاملرنه نه کوي، چې ورته اړتيا ليدل کيږي.

د هغه په وينا، دوى د غاليو د صنعت په برخه کې له تخنيکي ستونزو سره مخ دي. د غاليو د وينځلو، ټکولو او د موادو د رنګولو هغه ډول اسانتياوې نه دي برابرې شوي، چې په شمال زون کې دغه صنعت ته د اړتيا وړ وده ورکړي.

 همداراز سوداګرو ته د صادراتو په برخه کې وړ اسانتياوې نه دي برابرې شوي، چې په اسانه نړيوال مارکېټ ته افغانۍ غالۍ ورسوي.

د شمال زون د غاليو اوبدونکو او سوداګرو د ټولنې مشر وويل، چې لا هم يو شمېر سوداګر خپلې غالۍ د پروسس لپاره پاکستان ته وړي او له هغه ځايه د افغاني غاليو په نامه نورې نړۍ ته صادرېږي.

نوموړي زياته کړه، چې لا هم څه باندې ۵۰ سلنه افغاني غالۍ د پاکستان له لارې د همدې هېواد په نامه نړۍ ته صادرېږي.

د هغه په وينا،دولت بايد په مزارشريف کې دغاليو صنعت د ودې او د تخنيکي اسانتياوو د برابرو لپاره بېړنۍ هڅې وکړي.

بېکزاد وويل: ((موږ دولت ته په مزارشريف کې د غاليو د يو حرفوي ښوونځي د جوړولو وړانديز کړی دی، چې له دې سره به دغه صنعت په مسلکی توګه له يو نسل څخه بل نسل ته پاتې شي، چې تر دې دمه د غاليو د جوړولو صنعت په ميراثي توګه راپاتې دی.))

نوموړي زياته کړه، چې په شمال زون کې د غاليو يو بېل بازار ته اړتيا ده، چې د نړيوالو لپاره د افغاني غاليو د پيدا کېدو ستر مرکز وي. په دغه بازار کې به د هېواد د غاليو سوداګر دازاد بازار له لارې له بل سره سوداګريزه سيالي کوي او افغانۍ غالۍ به وده وکړي.

د هغه په وينا، په نړيواله کچه بايد د افغاني غاليو لپاره تبليغات وشي، چې لومړۍ درجه غالۍ دي.

بېکزاد وويل: ((له افغاني قالينو سره تُرکي او ايراني قالينې سيالي نه شي کړای، افغاني قالينې د پسونو له وړيو په لاس جوړېږي؛ خو تُرکي او ايراني قالينې له عادي تارونو د ګاز په وسيله جوړېږي.))

خو د بلخ ولايت دولتي چارواکي وايي، چې دوی د پاکستان له لارې د پاکستاني غاليو په نامه د افغاني غاليو صادراتو ته پام دی او د يادې ستونزې د حل په موخه جدي هڅې پيل کړې دي.

د بلخ ولايت د سوداګرو او صنايع رييس ډاکټر محمد هاشم برنا پژواک ته وويل، چې له تېرو دوه کلونو په مزارشريف کې د  غاليو د صنعت د پروسس د اسانتياوو لپاره هڅې روانې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په مزارشريف کې د غاليو د نقشو د ډيزاين يو مرکز جوړ شوی، چې تر اوسه  په کې ۳۰۰ نقشه جوړونکي تربيه شوي دي، چې دا لړۍ به همداسې روانه وي.

همدراز د غاليو د وينځلو او ټاکان ورکولو يو مرکز هم جوړ دی، چې په يوه ورځ کې څه باندې ۲۰۰ غالۍ وينځلی شي.

د هغه په وينا، د سوداګريزو چارو او صنايعو وزارت په مزارشريف کې د ټول شمال زون لپاره د غاليو د پروسس په يو ستر مرکز هم کار پيل کړی، چې عملي چارې به په نږدې موده کې پيل شي.

ډاکټر برنا وويل، چې تر دې دمه په هېواد کې دننه د غاليو د پروسس د اسانتياوو د نشتوالي او ځينو نورو ستونزو له امله افغانۍ غالۍ د پاکستان له لارې نړۍ ته صادرېدې؛ خو له دې وروسته به ورو ورو دغه ستونزه په پوره توګه هواره شي.