Language

د ننګرهار زده کوونکي د کتابونو له کموالي سره مخ دي

جلال اباد (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٢): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو زده کوونکي شکايت کوي چې ښوونيز کال نيمايي شوى خو دوى ته لا هم يو شمېر درسي کتابونه نه دي ورکړل شوي.

د جلال اباد ښار د چکنورو لېسې د نهم ټولګي زده کوونکى سيد اسحاق وايي، چې له ١٥ عنوانه کتابونو يې تر اوسه يواځې شپږ  عنوانه ترلاسه کړي او پاتې نور نه په ښوونځي کې شته او نه هم په بازار کې موندل کېږي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ښوونځي کې ترې ښوونکي کتابونه غواړي خو دوى يې نه په بازار کې پيدا کولى شي او نه يې هم ښوونځى ورکوي.

ده زياته کړه: ((ټولګي ته ځو، خو کتابونه نشته، زموږ قيمتي وخت ضايع کېږي.))

د هغه په وينا، يواځې نهم ټولګى د کتابونو له کمښت سره نه دى مخ، بلکې ښوونځى يې له څلورم ټولګي څخه نيولې تر دوولسم ټولګي پورې کتابونه نه لري.

د جلال اباد ښار يو بل اوسېدونکى قاري عبدالله سهار وايي، دوه بچي يې په ښوونځي کې زده کړې کوي، خو تر اوسه يو شمېر کتابونه نه دي ورکړل شوي.

د نوموړي په وينا، زوى يې په اتم ټولګي کې پر زده کړو بوخت دى خو تر دې دمه يې يواځې پنځه کتابونه ورکړل شوي او پاتې نور يې له ډېر لټون وروسته په بازار کې پيدا کړل.

سهار زياته کړه: ((لور مې راته هره ورځ ژاړي چې کتابونه راوړه، مګر په بازار کې نشته نو زه يې له  کومه کړم؟))

نوموړي د پوهنې پر رياست نيوکه وکړه، چې ښوونيز کال يې تر نيمايي پاى ته رسېدلى او دوى تر اوسه کتابونه نه دي ورکړي.

د ده په خبره، چې د ميليونونو افغانيو په ارزښت کتابونه چاپ شوي خو د ننګرهار پوهنې رياست لا تر اوسه خپل حق نه دى ترلاسه کړى او ډېرى ماشومان بې کتابونو ښوونځي ته ځي.

د شينوارو ولسوالۍ د ګولايي لېسې زده کوونکى نبي ګل احسانزي پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د  ښوونځي زده کوونکو ته  يواځې يو يا دوه کتابونه ورکړل شوي او نور ټول کتابونه پاتې دي.

دى وايي: ((زه چې يوولسم ټولګي ته راغلى يم ما د کيميا کتاب نه دى ليدلى، نه په بازار کې شته او نه هم په ښوونځي کې.))

نوموړى وايي، چې تر دې مهاله ورته ښوونکي له خپل کتابه کيميا تدريس کوي او دوى يواځې ورته غوږ نيولى وي.

زبير خاکسار چې زامن يې د جلال اباد ښار د “شهيد محمدعارف” په لېسه کې زده کړې کوي پژواک ته وويل، چې زامنو يې تر اوسه له نيمايي کم کتابونه اخيستي او په بازار کې يې يواځې دوه کتابه پيدا شوي او پاتې نور نه پېدا کېږي.

هغه زياته کړه: ((سږنۍ دوره ټول بېسوادان دي، ځکه هېڅ کتاب يې په سترګو نه دى ليدلى.))

نوموړى د پوهنې پر بهير دا يو منفي اغېز ګڼي او وايي چې په زرګونو شاګردان به سږ کال د يو شمېر مضامينو له لوست څخه بې برخې وي.

په جلال اباد کې د بي بي حوا لېسې ښوونکې شکېبا وايي، چې په ښوونځي کې يې زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي پژواک ته وويل، په لسم ټولګي کې دوى يو شمېر کتابونه نه لري، چې ځينو زده کوونکو هماغه کتابونه د ځان لپاره فوتوکاپي کړي دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګېزې شينوارې وويل، چې دوى هم له يادې ستونزې خبرې شوې دي.

نوموړې زياتوي، چې د ننګرهار پر مرکز سربېره په لرو پرتو ولسواليو کې داسې ښوونځي هم شته چې هېڅ درسي کتاب نه لري.

د ولايتي شورا دا غړې وايي، چې له لومړي ټولګي څخه تر درېيم پورې په هېڅ ښوونځي کې کتاب نه دى ورکړل شوى او که ورکړل شوي هم وي نو پخواني کتابونه ورکړل شوي، چې ډېرى يې نشته.

بلخوا د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري پژواک ته ومنله چې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي خو په دې اندازه کم نه دي چې خلک ترې اندېښنه لري.

نوموړى وايي، چې له لومړي څخه تر درېيم ټولګي پورې کتابونه تر دې دمه نه دي چاپ شوي او کوم کتابونه چې کم دي نو دوى ته له وزارته نه دي راغلي.

شينوارى وايي: ((ځينې ستونزې به په ترانسپورت کې هم وي، خو هر ولايت د کتابونو يوه ځانګړې برخه لري، چې موږ هم خپله برخه لرو.))

دى زياتوي، دوى په هڅه کې دي تر څو ياده ستونزه له منځه يوسي او د کتابونه هغه ستونزه چې دوى يې لري ژر تر ژره حل کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.