Language

د چپرهار ولسوالۍ دامنيه قوماندانۍ مرستيال ووژل شو

جلال اباد(پژواک١٢ليندۍ٩٢): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د امنيه قوماندانۍ د مرستيال په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي د ليندۍ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن غرمه مهال شاوخوا يوولس بجې د چپرهار ولسوالۍ د سرې کلا په سيمه کې پر يوه سراچه موټر د ماين چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه ، چې د چاودنې له امله يې د ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ مرستيال نعيم خان وژل شوى او درې نور پوليس ټپيان شوي دي.

عبدالزى وايي ، چې دوى له يوه سراچه ډوله موټر څخه په استفادې په وظيفوي سفر وو، چې چاودنه پرې رامنځته شوې ده.

د سيمې اوسېدونکى معلم عبدالخالق پژواک اژانس ته وويل ، چې په ياد موټر کې د چپرهار د امنيه قوماندانۍ له مرستيال سربېره درې پوليس نور هم موجود وو او ورسره يو موټر چلوونکى  چې ملکي وګړى دى ، هم ټپي شوى دى.

ده وويل ، چې د دوو پوليسو روغتيايي حالت ښه دى، خو د يوه پوليس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د عامې روغتيا د مرکزي روغتون يوه ډاکټر، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې دوى ته د پېښې له سيمې څلور تنه ور وړل شوي.

نوموړي د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه ونه ويل.

د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين ياده پېښه په کلکه غندلې او دا يې د هېواد او خلکو د دښمنانو کار وباله.

ددولت وسله والو مخالفينو تر اوسه ددې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده ، چې له دې مخکې هم په چپرهار ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ملکي او پوځي دولتي مامورين وژل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.