لښکرګاه (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٢): چارواکي وايي، چې د هلمند د مارجې ولسوالۍ د کيند سيمې په ګنج (نخاس) ساحه کې چاودنې دوه ملکي وکړي وژلي او ١٠ نور يې ټپيان کړي دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د رسنيو د څانګې مشر احمدفواد عسکري د ليندۍ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه شاوخوا ١٢ بجې رامنځ ته شوه.
هغه زياتوي، چې چاودنه د پوليسو پر رينجر موټر شوې، موټر يو څه زيانمن شوى خو پوليسو ته په کې زيان نه دى اوښتى.
د عسکري په وينا، په پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي کسان دي، چې هره سې شنبې د څارويو د پېر او پلور لپاره دغه ګنج ته راځي.
د پېښې يو عيني شاهد اخترمحمد هم وايي، چې ياد بازار ته راغلو کسانو ته په دې پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياتوي، چې تر چاودنې وروسته سيمې ته پوليس ورغلل، خو په اړه يې نور معلومات نه لري.
تر دې مهاله د پېښې په اړه د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.