Language

د ننګرهار هسکه مېنه کې ١٣ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٢): د ننګرهارر په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په نښته کې ١٣ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل د ليندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ د چونګۍ پر سرحدي پوستې وسله والو مخالفينو بريد کړى و او وروسته نښته رامنځته شوه.

دى وايي، چې په نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

حسن خېل وويل، چې نښتې شاوخوا درې ساعته دوام درلود و په کې څلور سرحدي پوليس هم برسېرن ټپيان شوي دي.

نوموړى وايي، وسله وال په تېښتې ته مجبور شوي، خو ښايي مرګ ژوبله له دې هم زياته وي، خو تر اوسه د دوى تاييد شوي راپورونه ښيي، چې نهو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيمې اوسېدونکى سحرګل پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه له يوولسو بجو راهيسې د چونګۍ پر پوسته وسله والو مخالفينو بريد کړى و او له دواړو خواوو څخه نښته روانه وه.

ده وويل، چې نښتې د سهار تر دريو بجو دوام کړى او ويل کېږي چې اته وسله وال په کې وژل شوي دي.

نوموړي سرحدي پوليسو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

تر اوسه وسله والو مخالفينو د يادې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ياده دې وي، چې هسکه مېنه د ننګرهار يوه له هغو سرحدي ولسواليو ده چې په دې وروستيو کې هره ورځ د کوچنۍ او سترې نښتې شاهده وي. د سيمې اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې پاکستاني وسله والو خپل پټنځايونه جوړ کړي او د دولت ضد فعاليتونه کوي.

Related Topics