ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګاز ډبې د چاودنې له امله ٦ تنوته مرګ ژوبلې اوښتې

  کندهار، هرات ( پژواک ١٨ ليندۍ ٩٢ ) : په هرات ښار کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله ٦ تنوته مرګ ژوبلې اوښتې ، بلخوا په کندهار ښار کې د دوو وژل شويو وګړو جسدونه موندل شوي او په يوه غلچکي بريد کې زوى او پلار ژوبل شوي دي.

 د هرات د ملکي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي د ليندۍ په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار د ښار په يوه هوټل کې د ګازو ډبې چاودنه شوې ده.

 هغه زياته کړه ، چې په دې چاودنه کې د هوټل ٦ مامورين سوځېدلي وو، چې يوه تن يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

 شېرزي د دوو سوځېدلو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.

 ديوه بل خبر له مخې، په کندهار ښار کې دوه جسدونه موندل شوي دي.

 د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو دغه جسدونه د خپلې ګزمې پر مهال موندلي، چې تر ډبرو لاندې پټ کړل شوي وو.

 هغه زياته کړه، جسدونه د پوليسو له خوا روغتون ته وړل شوي او په دې اړه يې پلټنې پيل کړي، چې وژل شوي کسان څوک او د چا له خوا په ډزو ويشتل شوي دي.

دى وايي، دواړه وژل شوي وګړي د پاخه عمر لرونکي دي.

 بلخوا تېره ورځ ماښام ناوخته د کندهار ښار په درېيمه ناحيه کې يو زوى او پلار د نامعلومو وسله والو  په ډزو ژوبل شوي دي.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي ، چې پر زوى او پلار هغه مهال موټرسايکل سپرو وسله والو ډزې وکړې، چې هغوى خپل کور ته پر لاره وو.

دى وايي، تر پېښې وروسته پوليس سيمې ته رسېدلي او ژوبل کسان يې روغتون ته رسولي دي.

 د نوموړي په وينا، له لومړيو پلټنو ښکاري، چې دغه پېښه جنايي اړخ لري او پوليسو يې د عاملينو د نيولو هڅې پيل کړې دي.

 تېره ورځ هم د کندهار ښار په نهمه ناحيه کې په يوه غلچکي بريد کې دوه پوليس ووژل شول.

 په دې وروستيو کې يو ځل بيا په کندهار ښار کې غلچکي  هدفي وژنو زور اخيستى، چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.