ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د خوړو نندارتون جوړ شو

author avatar
10 Dec 2013 - 17:58
author avatar
10 Dec 2013 - 17:58

هرات ښار (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٢): په هرات کې ٦٠ ډوله بېلابېل وطني خواړه په هغه نندارتون کې اېښودل شوي چې د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا د ليندۍ په ١٩مه جوړ شو.

د هرات د کرنې او مالدارۍ رييس فقير احمد بيانګر د دغه نندارتون د پرانيستې پر مهال خبريالانو ته وويل، چې په دغه نندارتون کې د هرات د مرکز او ولسواليو ٦٠ ډول بېلابېل وطني خواړه اېښودل شوي دي.

هغه له دغه نندارتون څخه موخه د خپل وطن خوراکي توکو معرفي کېدنه ياده کړه، څو اوسني او راتلونکي نسلونه ورسره بلد شي.

بيانګر له نندارتون څخه بله موخه د خوړو د نړيوالې ورځې لمانځل په ګوته کړل.

د نندارتون يوه ګډونوال محمد سليم چې له ګذرې ولسوالۍ څخه يې په دغه نندارتون کې ګډون کړى و، پژواک اژانس ته وويل، چې دا خواړه يې راوړي دي چې ډېر کم خلک به ورسره اشنا وي.

هغه د بېلګې په توګه د هراتي کچړي او فلوترش ياد کړ.

نوموړي زياته کړه، چې دا ډول خواړه پخوا په هېواد کې دود وو، خو اوس يواځې د هرات په لرو پرتو سيمو پورې محدود شوي دي.

د هرات پوهنتون د کرنې د څانګې يوه محصل شکېب چې له دغه نندارتون څخه يې کتنه کوله پژواک ته وويل، چې په نندارتون کې يې په زړه پورې خواړه وليدل.

هغه دا ډول نندارتونونه مهم وبلل او زياته يې کړه، چې په دې سره اوسنى نسل او بهرنيان د افغاني خوړو په اړه معلومات ترلاسه کوي.

د هرات د کرنې رياست مامورين وايي، چې په افغانستان کې دا لومړى ځل دى چې دا ډول نندارتون په لاره اچول کېږي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.